تازه خبرونه

ټي ټونټي کرکټ سیالۍ:  پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

په متحده عرب اماراتو کې د شل اووریزو کرکټ سیالیو کې پاکستان افغانستان ته په ۷۵ اویا منډو ماتې ورکړه

پاکستان افغانستان ته په متحده عرب اماراتو کې راجوړ شوي د ټي ټونټي سیالیو په پایلوبه کې ماتې ورکړه.

په متحده عرب اماراتو کې جاري د کرکټ په درې اړخیزه شل اوریزه سیالۍ پایلوبه کې، د محمد نواز د تباه‌کوونکې توپ اچونې له امله  پاکستان افغانستان ته په  ۷۵ منډو  ماتې ورکړه او فاینل لوبه ی وګټله. .

یاده پایلوبه په شارجه کې ترسره شوه، چې پکې پاکستان د پچه ګټلو وروسته د لومړي توپ وهنې پرېکړه وکړه. پاکستان په  ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۱۴۱ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري فخر زمان ۲۷، محمد نواز ۲۵ او سلمان اغا ۲۴ منډې وکړې.

مهمه ده چې یادونه وشي چې د افغانستان له لوري راشد خان درې، نور احمد او فضل‌الحق فاروقي دوه ـ دوه  د پاکستان توپ وهونکي وسوځول. .

د ۱۴۲ منډو هدف په ځواب کې افغان لوبډله د محمد نواز د ښه  توپ اچونې له امله په ۱۵ اعشاریه ۵ اورونو کې ټولټال په ۶۶ منډو وسوځېدل .

د ټي ټونټۍ په دې سیالیو کې د پاکستان توچ اچونکې محمد نواز د پایلوبې غوره لوبغاړی وګرځېد، هغه نه یوازې هټریک،یعني درې لوبغاړي په پرله پسې توپ اچوونه وسوځول  بلکې په ۴ اورونو کې یوازې د ۱۹ منډو په ورکولو یې  ټول ۵ لوبغاړي وسوځول. نواز خپله هټریک په دوو اورونو کې بشپړه کړه، د شپږم اور په پنځمه او شپږمه توپونو یې دوه ویکټې واخیستې او بیا د اتم اور په لومړۍ توپ یې درېیمه ویکټ هم ترلاسه کړه . د پاکستان ټیم توپ اچوونکو د نواز ترڅنګ سفیان مقیم او محمد ابرار دوه ـ دوه ویکټې، او شاهین افریدي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې د  افغانستان له لوري لوبډلمشر راشد خان د ۱۷ منډو په جوړولو غوره توپ وهونکی وګرځول شو.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې په ټول هیواد او بیا په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې د کرکټ مینه والو د پاکستان او افغانستان د کرکټ لوبې څخه خوند واخستلو.

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *