تازه خبرونه

 پاکستان او چین د “وارئیر-۹” ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

پاکستان او چین دواړه هېوادونه د ترهګرۍ ضد مبارزې، عصري تجربو تبادلې او سیمه‌ییز امنیت پیاوړتیا ته نوی پړاو پرانیزي
د پاکستان او چین پوځیان د ګډو پوځي تمرینونو پر مهال په میدان کې ولاړ دي

پاکستان او چین دواړه دیره ښه ګاونډیان دي او چین هغه هیواد دې چې په هرمشکل دور کې ی د پاکستان ډیره مرسته او ملاتړ کړې دې

اسلام‌اباد: پاکستان او چین د “وارئیر-۹” په نوم د سږکال ګډ د ترهګرۍ ضد پوځي تمرینونه په ملي ترهګرۍ ضد مرکز ای سی ټي سي  پبو کې رسماً پیل کړل. تمرینونه د دسمبر پر لومړۍ نېټه پيل شوي او موخه یې د دواړو هېوادونو تر منځ د پرمختللو ترهګرۍ ضد عملیاتو همغږي، مسلکي وړتیاوو لوړول او د عصري جګړه‌ییزو مهارتونو تبادله ده

پاکستاني او چيني پوځ له اوږدې مودې راهیسې ستراتیژیکې او د اعتماد پر بنسټ جوړې اړیکې لري، او د “وارئیر” لړۍ دوام د دې ژمنتیا څرګندونه کوي چې دواړه هېوادونه غواړي د سیمې د سولې، ثبات او امنیت لپاره ګډه مبارزه لا پیاوړې کړي

د پرانیستې د غونډې په مراسمو کې د پاکستان د منګله کارپس کمانډ لوړپوړو افسرانو او د چین د لویدیځې پوځي حوزې د ستاد مرستیال مېجر جنرال بیان شیاؤمینګ ګډون وکړ. چارواکو د تمرینونو اهمیت وستایه او ویې ویل چې دا لړۍ به د سیمې د ګډو امنیتي ننګونو په مقابل کې د پاکستان او چین ګډ دریځ نور هم ځواکمن کړي د دفاعي کارپوهانو ترمخه د پاکستان او چین ترمنځ “وارئیر-۹” تمرینونه د دواړو هېوادونو لپاره د عملي تجربو، ګډ پلان جوړونې او همغږې عملیاتو په برخه کې یو بل مهم ګام بلل کېږي

نورخبرونه: پاکستان په اړه د چین هیواد استازې هوژاومنګ مهمې خبر مخې ته راغلي دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *