تازه خبرونه

پاکستان په اړه د چین هیواد استازې هوژاومنګ مهمې خبر مخې ته راغلي دي

د چین استازې په دې خبره زور ورکړو چې د میډیا د رول او همکاریو له لارې به د پاکستان او چین اړیکې نورې هم پیاوړې شي، هغه زیاته کړه چې مونږ د پاکستان د هرې هغې هڅې ملاتړ کوو چې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره وي

1 min read

هوژاو منګ ویلي دي چې ځینې هېوادونه زمونږ دوستي نه خوښوي، خو مونږ د هغوی د خوښۍ پابند نه یو

د چین او پاکستان دوستي د تل پاتې امن لپاره ده: هوژاومنګ

June 18, 2025

د چین د کمونسټ ګوند د نړیوالو اړیکو د څانګې استازي هو ژاؤمنګ په تازه بیان کې ویلي دي چین هغه هیواد دې چې د پاکستان د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې دا هڅه ی د هیواد د خپلواکۍ او د ساتنې لپاره وي.

د پاکستان د سفر پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې، چيني سفیر هو ژاؤمنګ وویل چې پاکستان په تېرو وختونو کې زمونږ یوازینی ستراتیژیک شریک وو، هغه زیاته کړه چې پاکستان اوس هم د چین هیواد تر ټولو ځانګړی دی او چین د پاکستان سره پر اوسنیو اړیکو بشپړ اطمینان لري.

هو ژاؤمنګ زیاته کړه چې د چین د جوړېدو په لومړیو ورځو کې ی پاکستان پوره ملاتړ کړی وو، او چین په نړیواله کچه تل د پاکستان پر ملاتړ باور لري.

هغه اوویل چې ځینې هېوادونه زمونږ دوستي نه خوښوي، خو مونږ د هغوی د خوښۍ په اړه پابند نه یو. . هغه زیاته کړه چې پاکستان پخوا زمونږ یوازینی ستراتیژیک ملګری وو او اوس هم تر ټولو ځانګړی ملګري دې.

ددې خبرې باید یادونه وشی چې چین هیواد په هرسخت وخت کې د پاکستان ملاتړ کړې دې، چین د پاکستان هیواد هواځینې دفاعي او ستراتیژک ملګري دې او د دواړو هیوادونو دوستانې ته د نړۍ دښمنان په ښه سترګه نه ګوري خو چین او پاکستان بیا بیا داسې بیانونه ورکوي چې ددوی دوستان به تل پاتې وي او دا دوستان به د سیمه ایز امن او پرمختګ لپاره وي.

(د چین په اړه د چین استازې یوه مهمه خبره)

د فلسطین په اړه د چین استازې یو مهم ټکي ته اشاه وکړه هغه اوویل چې د فلسطین په څېر موضوعاتو کې نړۍ ته د صحیح او رښتیا معلوماتو رسول د د میډیا ذمه واري ده. هغه اوویل چې د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه له چین سره د اړیکو ارزښت او اهمیت مني ، هغه زیاته کړه چې مونږ له پاکستاني سیاسي ګوندونو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

نوموړي اوویل چې د میډیا د رول او همکاریو له لارې به د پاکستان او چین اړیکې نورې هم پیاوړې شي، هغه زیاته کړه چې مونږ د پاکستان د هرې هغې هڅې ملاتړ کوو چې د خپلواکۍ د ساتنې لپاره وي

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *