تازه خبرونه

ټانک کې د ځای مشرانو او امنیتي چارواکو ترمنځ جرګه شوې

د امن ټینګښت لپاره په دې جرګه کې لوړه پوړه امنیتي چارواکو، د انتظامیه افسرانو او ځای په ګڼ شمیر کې ځایی مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ
ګډون والو ددې امن جرګې ته دوام ورکولو غوښتنه وکړه

په جرګه کې د پاکستان پوځ امنیتي چارواکو ځایی خلکو ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان پوځ هروخت اولس سره ترڅنګ ولاړ دې

ټانک :  په ټانک کې د جی او سي البرق ډویژن مېجر جنرل مدثر سعید په مشرۍ کې به سیمه کې د امن او ثبات ټینګښت لپاره  جرګه ترسره شوه. په جرګه کې د سیمې د تلپاتې امن او ثبات لپاره په ټولنیزو، اداري او امنیتي چارو پراخه مشورې وشوې.

په غونډه کې سیکټر کمانډر ساوتهه بریګېډیر شهزاد علي شاه، ډپټي کمشنر ټانک تنویر احمد خان خټک، د امن جرګې مشرانو، د ضلعې د ادارو افسرانو، د ځوانانو استازو او د ژورنالستانو ټولنې ځانګړې ګډون وکړو

د سیمې مشرانو په خپلو ویناګانو کې د امن د ټینګښت، د قبایلي روایاتو په رڼا کې د ستونزو د حل، او له دولتي بنسټونو سره د قوي همکارۍ اړتیا باندې ټینګار وکړ

مېجر جنرل مدثر سعید د جرګې د ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې په سیمه کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره د ولس اعتماد او همکاري ډیر مهمه ده او دا ډیر لوی  اهمیت لري،  زیاته ی کړه چې  پاکستان پوځ به هر وخت د ولس ترڅنګ وي

بریګېډیر شهزاد علي شاه او ډپټي کمشنر تنویر احمد خان خټک د جرګې ترسره کېدل یو مهم او مثبت پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې د دغسې هڅو په دوام سره به په سیمه کې د امن او ثبات باوري شي

د جرګې ګډونوالو په اتفاق سره څرګنده کړه چې ټولنیزه یووالې،  د ځوانانو فعاله ونډه او د ادارو متقابل همکاري د پرمختګ او پایداره امن لپاره یو ضمانت دې ، امن  جرګه په خوشګواره فضاء کې پای ته ورسېده، او ګډونوالو د دې لړۍ د دوام غوښتنه وکړه چې په دې سیمه کې د تل پاتې امن لپاره خبرې وشی او امن یقیني شي

نورخبرونه: د خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کې نن د امن لپاره جرګه کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *