تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کې نن د امن لپاره جرګه کیږي

په دې لویه جرګه کې د خیبر پښتونخوا لوی لوی سیاسي مشران او د مدني ټولنې نمایندګان او نور مشران ګډون کوي

1 min read

په خیبر پښتونخوا کې د امن لپاره دا جرګه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ګاونډي هیواد افغانستان سره اړیکې ترینګلې دې

د خیبر پښتونخوا د امن په نامه دې جرګه کې نامتو خبریال حامد میر هم ګډون کوي

November 12, 2025

پېښور:  د خیبر پښتونخوا حکومت نن د امن او امنیتي وضعیت او د روانو امنیتي ننګونو په اړه یو مهم “امن جرګه” رابللې ده، چې د هغې لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی

دغه جرګه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په تالار کې ترسره کیږی چې پکې  د صوبې د ټولو لویو سیاسي، مذهبي، ټولنیزو او قبایلي مشران ګډون کوي  تمه ده چې دا غونډه به د صوبې په تاریخ کې یو مهم پړاو ثابت شي

د سرچینو په وینا، د امن جرګې لپاره یو جامع امنیتي پلان جوړ شوی، او د اسمبلۍ په حدودو کې د غیر اړونده کسانو د داخلېدو بندیز لګول شوی دی، خو ګډونوالو ته ځانګړي پاسونه ورکړل شوي دي. په تالار کې د ۴۰۰ کسانو د ناستې ځای برابر شوی دی

د جرګې مشري به د اسمبلۍ سپيکر بابر سلیم سواتي کوي، او وزیر اعلیٰ سهیل آفریدي به د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کوي. د صوبایي حکومت په وینا، د جرګې له خوا د اتفاق په اساس جوړېدونکی اعلامیه به د مرکزی حکومت، امنیتي ادارو او ایپکس کمېټۍ ته لېږل کېږي، څو د هغې د سپارښتنو عملي کېدل یقیني شي

د سرچینو په خبره، جرګې ته د ۲۰ څخه زیات سیاسي ګوندونو استازي بلل شوي، چې پکې اې این پي، پاکستان پیپلز پارټي، مسلم لیګ (ن)، جمعیت علمای اسلام، جماعت اسلامي، قومي وطن پارټي او مسلم لیګ (ق) شامل دي.

سربېره پر دې، د خیبر پښتونخوا په دې جرګه کې  د بار کونسل، وکیلانو، مدني ټولنې او دیني عالمانو استازي هم ګډون کوي

تمه ده چې د جرګې په ترڅ کې به شاوخوا ۴۰ ویناګانې وشي، چې پکې د سولې د ټينګښت، د ترهګرۍ پر ضد تګلاره، ایالتي همغږي، او د ولسي اعتماد د بیا رامنځته کولو په اړه خبرې وشي

د سرچینو له مخې، وزیر اعلیٰ سهیل آفریدي د مېلمنو هرکلی وکړ او له دوی سره یې یو په یو ستړي مشي  وکړه. چیف سیکرټري شهـاب علي شاه او د پولیسو مشر ذوالفقار حمید هم په غونډه کې ګډون کوی

همدارنګه، پخواني ګورنران انجینر شوکت الله، شاه فرمان، نامتو عالم مولانا محمد طیب پنچ پیر، او د مفتی منیر شاکر زوی عبدالله شاکر هم د ګډون کوونکو څخه دي

په ګډونوالو کې مشهور خبریالان حامد میر، امتیاز ګل او نور د مطبوعاتو استازې هم ګډون کوي، چې تمه ده د سولې د پیغام د پیاوړتیا لپاره خپل نظر وړاندې کړي

کارپوهان وايي، دا جرګه په داسې وخت کې رابلل شوې ده، چې صوبه د ترهګرۍ له ګواښونو، د پولې له ترینګلتیا او د داخلي امنیتي ستونزو سره مخ ده

سیاسي څېړونکي باور لري که د جرګې نه یو متفق لائحۀ عمل راووځي، نو دا به د خیبر پښتونخوا لپاره د یوې نوې لارې ټاکنه وي

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *