تازه خبرونه

د پاکستان روښانه دریځ او غوښتنه د کابل پر میز پرته ده: پاکستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اوونیز میډیا بریفنګ کې ویلي دي چې هند باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ و نه کړي او دا د پاکستان دریځ دې
د پاکستان په نړیوالو فورمونو هم بیا بیا دا دریځ وړاندې کړې چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د هند او افغانستان یو بل سره اړیکې ددوی خپله پریکړه ده او پاکستان سره کوم تړاو نه لري

اسلام آباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  ویاند وړمه ورځ په اوونیز میډیا بریفنګ کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او د افغان خاوره د پاکستان پر ضد د کارولو په اړه د پاکستان دریځ بیا تکرار کړې دې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ موضوع ده او دواړه لوري هیوادونه  ازاد دي چې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې او قوي کړي

افغان خاوره باید پاکستان پر ضد و نه کارول شی: طاهر اندرابي

طاهر اندرابي زیاته کړه تر هغه چې هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي، دا د اسلام‌اباد  روښانه دریځ دي او افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي

نوموړي  په میډیا بریفنګ کې یو  ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان هیله مند دې چې  اسلام آباد کابل سره اړیکو کې مثبت پرمختګ وکړي دلته دا مهمه ده چې یادونه وشی چې افغانستان بیا بیا ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي

نورخبرونه: د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان د یو آزاد فلسطیني ریاست ملاتړ کوي

هندي چارواکو په مقبوضه کشمیر کې پوهنتون تړلې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *