تازه خبرونه

هندي چارواکو په مقبوضه کشمیر کې پوهنتون تړلې

د رسنیو راپور ترمخه په دې پوهنتون کې د امتحان په نتیجه کې په بریالیو زده کوونکو کې د مسلمانانو محصیلینو شمیر زیات وو نو ځکه هندي چارواکو دا وتړل
په هند کې سیکانو هم د هند حکومت څخه د آزاد او خپلواک ریاست غوښتنه کوي

په هند کې د هندي چارواکو لوري د لږکیو پر ضد دا کرکه او امتیازي سلوک له کلونو راهیسي دوام لري (فایل فوټو : اې ایف پي )

په نړۍ کې خو هندوستان د یو آزاد او لوی جمهوري ریاست په توګه خپل ځان نړۍ ته ورښکاره کوي خو په حقیقت کې هند کې اصلي جمهوریت او آزادي شتون نه لري

دا ځکه چې هند د ملګرو ملتونو د اساسي قانون او اصولو پرته په مقبوضه جمو او کشمیر قبضه کړې ده او په مقبوضه کشمیر کې مسلمانانو ته ددوی د آزادۍ او خپلواکۍ حق نه ورکوي چې د نړۍ لوري ی د هند پر لوی جمهوريت پوښتنې راپورته کړي دي

د الجزیرې ټیلي ویژن  د یو  راپور له مخې، هندي چارواکو په کشمیر کې یو طبي پوهنتون تړلې دې

د رسنیو دې راپور ترمخه هندي چارواکو ولې دا پوهنتون وتړل، ویل کیږي  چې د یاد پوهنتون په ازموینو کې د کشمیري مسلمانانو  د بریالیو محصلینو شمېر د پام وړ لوړ و.

راپور زیاتوي، هندوپلوه ډلې پر دې موضوع ټینګار کړې دې او ویلي ی دي چې مسلمانان زده کوونکي  باید له هغو پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو څخه د زده‌کړو فرصت ترلاسه نه کړي، چې د یادو ډلو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې د هندی چارواکو لوري دغه اقدام د بشري حقونو د فعالانو له‌ خوا تبعیضي چلند بلل شوی او د کشمیر د تعلیمي راتلونکې په اړه یې جدي اندېښنې راپارولي دي

دا هم باید یادونه وشی چې د هند په پنجاب ایالت کې هم د سیکانو مشران د سیکانو لپاره د آزاد خالصتان غوښتنه کوي خو له هند لوري په هند کې د لږکیو د آزادۍ او دوی لپاره د تعلیم حاصلولو حقونو تر پښو لاندې کولې شي

د نړۍ هیوادونو چې په آزاد تعلیم حاصلولو او په آزاد جمهوري اصولو باور لري، باید د هند حکومت  لوري لږکیو سره ددې امتیازی او بد چلند پر ضد غږ پورته کړي او هندي چارواکي له دې منع کړي چې دوی لږکیو ته د لوړو زده کړو کولو او د ژوند نورو اسانتیاوو حقونه ورکړي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *