تازه خبرونه

د خیبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي سوګند پورته کړو

د ضلع خیبر قبایلي سیمې څخه د پاکستان په تاریخ کې لومړې خل دې چې یو قبایلي ځوان د وزیراعلی خیبر پښتونخوا په توګه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي
د ضلع خیبر څخه دا لومړې سیاسي ګوند ځوان دې چې وزیراعلی وټاکل شو

د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی په توګه د ټاکل کیدو وروسته سهیل افریدي ویلي وو چې که د عمران خان زندان بدل کړې شو نو ټول ملک به جام کړم

د خيبرپښتونخوا نوي منتخب وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي نن د خپلې څوکۍ سوګند پوته کړو. د سوګند پورته کولو غونډه په ګورنر هاوس پیښور کې ترسره شوه چیرته چې د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي له نوي ټاکل شوي وزیراعلی سهیل افریدي څخه سوګند واخستو. .

 ګورنر فيصل کريم کنډي د نوي وزيراعلیٰ سهيل آفريدي ته د نوو مسؤليتونو د ترلاسه کولو مبارکي ورکړه او د برياو او کاميابيو هيله يې څرګنده کړه. د سوګند پورته کولو په دې دستوره کې د خيبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ سپيکر، مرستيال سپيکر، د قامي او صوبايي اسمبليو غړو، د صوبې چيف سيکريټري شهاب علي شاه، د پوليسو مشر ذوالفقار حميد، د پشاور کمشنر او د بېلابېلو صوبايي ادارو مشران هم موجود وو.

نورخبرونه

افغان پالیسۍ ته باید بیا کتنه وشي، ټول عوامي نمایندګان دې اعتماد کې واخستل شي: سهیل افریدي

د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه؟

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *