تازه خبرونه

دوحه تړون او د افغان طالبانو ژمنې

امریکا سره په کال ۲۰۲۰ کې د دوحه تړون وروسته افغان طالبانو دا ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي
د افغانستان په کابل کې د افغان طالبانو په ملاتړ د ټي ټي پي غونډه ښایی چې طالبان د پاکستان پر ضد د ټي تي پي مرسته کوي

د روان کال په ۲م او ۳ م نیټه د جنورې په پلازمینه کابل کې د ټي ټي پي مشرتابه غونډه شوې ده چې پکې د پاکستان پر ضد تګلارې د خبرو لاندې راغلې دي

په افغانستان کې د القاعده او افغان طالبانو پر ضد شل کاله کم او زیات جګړې نه وروسته د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحه تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شوه

ددې تړون ترلاندې افغان طالبانو دا ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د کوم هیواد پر ضد نه کارول کیږي

د دوحه تړون لاندې افغان طالبانو دا ژمنه کړې وه  چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پری کوي او افغان طالبان په دې هم ژمن شوې وو چې  القاعده او ورته ډلې ته به پناه، ملاتړ او د افغانستان خاوره د کارولو لپاره نه ورکوي

د دوحه تړون ترلاندې دا وعده هم شوې وه چې  افغان طالبان به د  افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد د کارولو اجازه نه ورکوي چې افغانستان د ترهګرو مرکز جوړ نه شي

که دلته موږ د دوحه تړون پرتله د افغانستان وسني سیاسي او امنیتي وضعیت سره و وکړه نو ویلې شو چې افغان طالبان نن د دوحه تړون ښکاره سرغړونه کوي

    د روانې  میاشتې په ۲مه او ۳مه نیټه،  په پلازمینه کابل کې د وزیراکبر خان په سیمه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټحریک طالبان پاکستان د مشرانو یوه مهمه غونډه ترسره شوې

دا هغه ډله ده چې د پاکستان پوځ او عام وګړو په وژنه کې ککړه ده او تراوسه ی د یو شمیر بریدونه ذمه واري هم په خپله غاړه اخستې ده

دا هم مهمه ده چې یادونه وشی چې د امریکا او ملګرو ملتونو له لوري د ټي ټي پي ډله هم د پاکستان لپاره یو ستر ګواښ بلل شوې دې

داسې ډله چې د نړیوالو هیوادونو او ملګرو ملتونو له لوري ناقانونه ګرځول شوې وي او د پاکستان لپاره هم ګواښ ګرځول شوې وي او بیا هغه په پلازمینه کابل کې د پاکستان پر ضد یوه ترهګریزه تګلاره جوړولو لپاره غونډه کوي، نو دا به د نړیوال قانون او د امریکا او د افغان طالبانو ترمنځ د دوحه تړون ښکاره سړغړونه وي

په داسې وخت کې نړیوال هیوادونه او ملګري ملتونه باید د افغان طالبانو حکومت پر ضد اقدامات وکړي ترڅو دوي د دوحه تړون سرغړونه په راتلونکې وخت کې و نه کړي او د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي او دوی په خپله خاوره باندې د بل هیواد پر ضد ترهګریزه تګلاره جوړولو اجازه ور نه کړي

نورخبرونه: پلازمینه کابل کې د ټي ټي پي مشرتابه مهمه غونډه شوې

  ملګرو ملتونو غیرقانوني ګرځول شوې ټي ټي پي ډله پاکستان لپاره لوی ګواښ بللې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *