تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: اغیزمنو اقلیتي کورنیو سره د مرستې پریکړه

د ترهګرۍ څخه اغیزمن شوې اقلیتي کورنیو سره له خیبر پښتونخوا حکومت لوري د بشپړه مرستې پریکړه شوې ده
ځایی اولس او مشرانو د خیبر پښتونخوا حکومت ددې پریکړې هرکلې کړې دې

خیبر پښتونخوا حکومت له ترهګرۍ څخه اغیزمن شوې اقلیتي کورنیو سره د بشپړه مرستې کولو پریکړه کړې ده

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ څخه اغېزمنو اقليتي کورنیو ته د مالي مرستې کولو په اړه یوه مهمه پریکړه مخې ته راغلې ده او د صوبې د مذهبي چارو وزارت د ترهګرۍ څخه اغېزمنو اقليتي کورنیو سره د مرستې پرېکړه کړې.

په دې اړه صوبایی مذهبي وزارت له ۲۰۱۳ کال څخه تر اوسه پورې د ترهګرۍ په پېښو کې اغېزمنو اقليتي کورنیو د معلوماتو برابرولو لپاره ټولو مرستیال کمیشنرانو ته لیک استولی . .

 د صوبې د مذهبي چارو وزارت په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ څخه اغېزمنو اقليتي کورنیو ته د مالي مرستې عملي ګام پورته کړی. مذهبي وزارت له ۲۰۱۳ کال څخه تر اوسه پورې د ترهګرۍ په پېښو کې اغېزمنو اقليتي کورنیو د معلوماتو برابرولو لپاره ټولو مرستیال کمیشنرانو ته لیک استولی. د لیک له مخې، د خیبر پښتونخوا ټولو مرستیال کمیشنرانو ته لارښوونه شوې چې د ترهګرۍ څخه اغېزمنو کورنیو بشپړ معلومات دې په لسو ورځو کې برابر کړي.

تمه څرګندېږي چې د سپتمبر تر پایه به د علي امین ګنډا پور په مشرۍ یو مهم غونډه راوبلل شي، چې پکې به د ترهګرۍ څخه اغېزمنو کورنیو لپاره د مالي مرستې پرېکړې وشي. وزیر زاده

دلته مهمه د ه او باید یادونه وشي چې  متاثره کسانو د بیا رغونې قانون په ۲۰۲۰ کال کې منظور شوی و، خو د حکومت د بې‌پامي له امله ځنډېدلی و. اوسني حکومت دا پروسه بېرته فعاله کړې، څو اغېزمنو کورنیو ته د هغوی د حق مطابق ریلیف برابر کړي.

نورخبرونه

د وادي تیراه شهیدانو له د مالي مرستې اعلان

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *