تازه خبرونه

د وادي تیراه شهیدانو له د مالي مرستې اعلان

پرون باغ میدان په سیمه کښې بده پیښه مخې ته راغله چې پکښې درې عام وګړي شهیدان شول، وزیراعظم دا پیښه په سختو ټکو کښې غندلې ده
د وادي تیراه شهیدانو له د مالي مرستې اعلان

وزیراعلی پښتونخوا علي امین ګنډاپور د وادي تیراه شهیدانو له د مالي مرستې اعلان کړې او دا پیښه ی په سختو ټکو کښې غندلې ده

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور د وادي تیراه پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي ی دي چې دوی د قبایلي مشرانو او منتخب نمایندګانو جرګه پېښور ته رابللې ده، چې د خلکو احساسات واورېدل شي او د امنیت په اړه دوی سره مشورې وشي

وزیراعظم شهباز شریف هم د وادي تیراه پیښې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او ویلي دي چې حکومت او فوځ به د خوارجو په ضد داسې ګامونه پورته کړې چې د هیواد څخه به ترهګر او ترهګري په بشپړه توګه ختمه کړي

د وادي تیره پیښې په اړه د خیبر پښتونخوا حکومت لوري مهم اعلان شوې دې او وزیراعلی ګنډا پور د وادي تیراه باغ میدان پیښې شهیدانو لپاره یو یو کروړ روپۍ او هر زخمي لپاره ی ۲۵، ۲۵ لکه روپۍ مالي مرستې ورکولو اعلان کړې دې

نوموړي په خپل بیان کښې ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا حکومت د تلپاتې سولې، د ولس د تحفظ، او د یو بل درناوي د فضا رامنځته کولو لپاره ژمن دې. په آل پارټي کانفرنس کښې ی هم دغه رنګ پیښې وڅېړل شوې، او د حل لارې چارې ترتیب شوې دي

هغه وویل چې د قبایلي مشرانو او عمائدینو سره به د جرګو لړۍ راتلونکې هفته له په ډویژن کچه پیل کړي او و بیا ددې جرګو لړۍ تر صوبایي کچې وغځول شي
ددې خبرې باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې وزیراعلی علي امین ګنډا پور د ټولو سیاسي ګوندونو کانفرنس راغوښتې وو او د کانفرنس وروسته ی خبري کانفرنس ته اوویل چې دوی په صوبه کښې د فوځي عملیاتو مخالفت کوي او غواړي چې د خبرو اترو له لارې ددې ستونزې حل را اویستل شي

دلته دا هم مهمه ده چې اوویل شي چې په ۲۶م جولایی عوامي نیشنل ګوند ترسیوري لاندې باچاخان مرکز کښې هم یوه لویه قامي جرګه راغوښتل شوې وه چې پکښې سیاسي ،غیر سیاسي او د بیله بیلو تنظیمونو مشرانو ګډون وکړو

دې جرګې یوه ګډه اعلامیه جاري کړې په اعلامیه کښې اوویل شول چې په لسو ورځو کښې دې عدالتي کمېشن جوړ شي چې د مولانا خانزیب شهید د قتل پلټنې وکړي

جرګې وویل، د خیبرپښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو د سولې لپاره دې د سیاسي مشرانو نه یو جرګه جوړه شي، چې له فوځي اسټېبلشمنټ سره مذاکرات وکړي او دا واضح پیغام ورکړي چې دا سیمه نور د جګړو او نړیوالو شخړو میدان نه شي پاتې کېدلې

Related Articles

د افغانستان د ملي مقامومت محاذ شورا په یو بیان کې ویلي دي چې د افغان طالبانو حکومت تراوسه نړیوالې ټولنې په رسمي ډول نه دې پیژندلې

January 19, 2026

باجوړ کې له اپریشن سربکف څخه اغیزمنې شوې کورنۍ به وس ۵پینځه لکه روپۍ ترلاسه کړي چې دوی وکولې شی خپل کورونه بیا جوړ کړي

January 19, 2026

د جماعت اسلامي مشر ویلي دي چې افغانستان دې دا سوچ نه کوي چې هند سره ددوی دوستي به ګټوره وي ،هند خپلو شخصي ګټو لپاره افغانستان سره دوستي کوي

January 19, 2026

یو پولیس اهلکار به بنو او بل د پولیس اهلکار په کوهاټ کې هدف وګرځول شو

January 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *