تازه خبرونه

 کوټه ځانمرګي برید: کالعدم تحریک طالبان پاکستان ی پړه په غاړه اخیستې

سرچنیو او رارسیدلي معلوماتو ترمخه پینځه برید ګرو کې یو برید ګر ځان ته چاودنه ورکړه او څلور بریدګر چې غوښتل ی ایف سی ودانۍ ته ننوځي له ځواکونو لوري له منځه یوړل شو
امنیتي سرچینې وایی چې نن د کوټې څلور ځانمرګي بریدګر له سیکوریتي ځواکونو لوري له منځه یوړل شو

امنیتي سرچینې وایی چې برید د خوارجو ډلې فتنه الهندوستان لوري ترسره شوې دې چې په پایله کې ی درې ایف سي سرتیري هم شهیدان شوي دي

 کوټه: نن د نهې په ورځ د بلوچستان په سرښار کوټه کې د حالی سړک پر پشین سټاپ ته نزدې  ځانمرګی برید وشو، په برید کې پینځه کسان له منځ لاړل او ګڼ شمیر نور ژوبل شول. .

د سول روغتون مشر ډاکټر عبدالهادي ترمخه روغتون ته د پیښې ځایه ۵ مړي او له ۲۰ شلو زیات ټپیان راوړل شول چې عام وګړي دي. .

 پولیسو د پیښې پخلې کړې او ویلي ی دي چې د پیښو سمدستي وروسته د ژغورنې ادارې ریسکیو ډله سیمې ته رسیدلې ده ، مړي او ټپيان ی روغتون رسولي ، پولیس وایی چې د چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي

ترهګرۍ ډلې ی پړه په غاړه اخیستې

د بلوچستان کوټې برید پړه کالعدم ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې ده. دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې له دې وړاندې هم یاد ترهګر تنظیم په هیواد کې د ګڼ شمیر ترهګریز او ځانمرګي بریدونه پړه په غاړه اخیستې ده، امنیتی سرچینو ویلي چې ترهګر د پاکستان امنیتي ځواکونو هڅې نه شي ودرولې ، زیاتوي چې د ترهګرو په ضد به عملیات دوام وکړي او لکه  نن چې څلور بریدګر له منځه یوړل شول ،ددوي په ضد به عملیات چټک کړې شی او له منځه به یوړل شي.

نورخبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *