تازه خبرونه

کابل کې د پاکستان په مالي مرسته جوړ  جناح روغتون په احمدشاه بابا روغتون کې ورګډولې شي

په کابل کې د پاکستان په مالي مرسته جوړ شوي د پاکستان بنسټ ایښودونکي قایداعظم محمد علي جناح په نامه روغتون په اړه شخړه را اوچته شوې ده
پوهان وایی چې د پاکستان په مالي مرسته جوړ شوي د جناح روغتون باید په بل کوم روغتون کې ورګډ نه کړې شي.

محمد علي جناح روغتون په کابل کې د پاکستان په مالي مرسته جوړ شوی او دا ۲۰۰ بستریز روغتون دې، چې اوس ی افغان چارواکي په بل روغتون کې ورګډوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یوه مکتوب خپور کړی چې له مخې یې په کابل کې د پاکستان په مالي مرسته جوړ د محمد علي جناح روغتون کارکوونکي او وسايل احمد شاه بابا روغتون ته انتقالېږي. د اسلامي امارت حکومت ددې  اقدام د کابل د دشت برچي اوسېدونکو لوري سخت غبرګونونه راپارولي، چیرې چې هزاره ټولنه مېشته ده او جناح روغتون یې د پاکستان او افغانستان د دوستۍ نښه بلله.

دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د قاید اعظم محمد علي جناح روغتو  وسايل د پاکستان له خوا ورکړل شوي، او لا هم د کارکوونکو معاشونه د پاکستان له خوا ورکول کېږي. د وسايلو انتقال د زیان خطر لري، او دا پوښتنه راپورته کوي چې که روغتون په احمد شاه بابا روغتون کې ورګډ شی نو بیا به پاکستان ولې ددې روغتون د کاروکوونکو معاشونو ورکولو ته دوام ورکړي.

اندرا ګاندهي روغتون

دلته دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې  اندراګاندهي روغتون چې له هند لوري جوړ شوې  وس هم فعال دې او ددې روغتون د ترمیم  یا د بل کوم روغتون کې ورګډولو هیڅ کوم پلان یا خبر مخې ته نه دې راغلې او د جناح روغتون په احمد شاه بابا روغتون کې ورګډولو ډیر پوښتنې را اوچتې کړي دي.

طالبان وایی د روغتون وسایل انقالول لنډ مهال دي

.طالب چارواکي وايي چې دا انتقال لنډمهاله دی، ځکه چې جناح روغتون تر ترمیم لاندې دی.

افغانستان حکومت باید باور ورکړي

دلته دا هم ههمه ده چې اویل شی چې طالبانو په دې اړه ویلي دي چې جناح روغتون د ترمیم او بیا رغونې ترلاندې دې او ددې وسایل احمد شاه بابا روغتون ته وړل لږ وخت لپاره دي.

که څه هم طالبان وایی چې د جناح روغتون وسایل بل روغتون ته ددې لپاره انتقالوی چې جناح روغتون کې د ترمیم چاروې بشپړ کړي خو بیا هم ، پاکستان او عام اولس غوښتنه کوي چې باید افغان چارواکي باور ورکړي چې جناح روغتون به احمد شاه بابا روغتون کې ور ګډ نه کړي او د جناح روغتون ترمیم وروسته به ددې روغتون وسایل واپس هم دې جناح هسپتال ته واپس انتقال کړې شي.

په انځور کې لیدلې شي چې د جناح روغتون وسایل احمد شاه بابا روغتون ته انقالولې شي
د روغتیا وزارت اهلکار د جناح روغتون وسایل انتقالوي

نورخبرونه

د پاکستان او افغانستان اړیکو کې مثبت پرمختګ ږ= پایه تخت کابل کښې د پاکستاني سیلانیانو ځانګړې هرکلۍ

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *