تازه خبرونه

پایه تخت کابل کښې د پاکستاني سیلانیانو ځانګړې هرکلۍ

د پاکستان څخه د ۱۶ کسیزې ډلې افغانستان ته په موټر سایلکلونو سفر ښیی چې وس افغانستان کښې امن راغلې دې او دا هیواد د بهرنیو سیلانیانو لپاره یو ښه هدف دې

1 min read

پایه تخت کابل کښې د پاکستاني سیلانیانو ځانګړې هرکلۍ

سيلانيان د افغانستان په راتګ خوښ ښکارېدل او د افغان ولس د مېلمه پالنې مننه يې وکړه، دا یې هم وويل چې د افغانستان طبيعي ښکلا ډېره زړه راښکونکې ده: د افغانستان کورنیو چارو ویاند

August 5, 2025

افغانستان کښې د پاکستاني سيلانيانو د هرکلي ځانګړې غونډه ترسره شوه
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع په خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو خبر ورکړی دې چې د پاکستان هغو شپاړس ۱۶ کسیزه د سیلانیانو ډلې لپاره په پایه تخت کابل کښې يوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې له پاکستان څخه په موټرسايکلونو افغانستان ته راغلې دي

د ویاند په وینا، په افغانستان کښې د بهرنیو سيلانيانو راتګ دا ښيي چې دلته و امن قائم دی او اوس دا هیواد د نړیوالو سیلګرو لپاره مناسب چاپېریال شتون لري

نوموړي زیاته کړې، سيلانيان د افغانستان په راتګ خوښ ښکارېدل او د افغان ولس د مېلمه پالنې مننه يې وکړه، دا یې هم وويل چې د افغانستان طبيعي ښکلا ډېره زړه راښکونکې ده. هغوی دا ژمنه وکړه چې هڅه به کوي نړۍ ته د افغانستان امن، مېلمه پال او مثبت انځور وړاندې کړي

دلته دا خبره مهمه ده چې باید یادونه ی وشي چې په دې غونډه کښې د اولمپیک کمېټې مشر مولوي حمدالله وثیق د سيلانيانو دود هرکلې وکړو دوی ته ی ستړي مشي اوویل

په دې غونډه کښې د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او نورو چارواکو هم ګډون وکړو او د پاکستان څخه راغلي سیلانیانو ته ی درناوې او عزت ورکړو

باید یادونه وشی چې وړمه ورځ د پاکستان ښار لاهور څخه د سیلانیانو ډله چې په موټر سایکلونو سپاره وو د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شول چې مقصد ی دا وو چې نړۍ ته اوښایی چې اوس په افغانستان کښې امن راغلې دې او د هیواد سره د ګاونډي هیواد پاکستان، د بهرنیو سیلانیانو لپاره یو ښه ځای دې

د پاکستان څخه د ۱۶ کسیزې ډلې افغانستان ته په موټر سایلکلونو سفر ښیی چې وس افغانستان کښې امن راغلې دې او دا هیواد د بهرنیو سیلانیانو لپاره یو ښه هدف دې ځکه په افغانستان کښې یو شمیر قدرتي ښکلاګانو سره سره د ډیر تاریخي ځایونه هم شته چې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د کتلو دي

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *