تازه خبرونه

پاکستانې ځواکونو په وانا کیډټ کالج ځان وژونکی برید ناکامه کړی

امنیتي سرچنیو ترمخه ترهګرو غوښتل د پیښور آرمي ښوونځي په څیر په وانا کالج هم برید وکړو خو ددوی د ترهګرۍ دا هڅه شنډه کړې شوه
د خیبر پښتنونخوا په کوزو سیمو کی ترهګریز بریدونه زیات شوي او خلک ی اندیښمن کړي دي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګري پیښې زیاتې شوي خو امنیي ځواکونه وایی دوی ژمن دې چې ترهګري به له منځه وړي

جنوبې وزیرستان :امنیتي ځواکونو د کیډیټ کالج وانا باندې د احتمالي ترهګریز برید پر مهال  په وخت  او مؤثره عملیات ترسره کړل او برید یې شنډ کړ. د سرچینو له مخې، یو ځانمرګی بریدګر هڅه وکړه چې د کالج  دروازه په نښه کړي، خو د امنیتي سرتېرو له لوري د ودانۍ دننه له داخلېدو مخکې ووژل شو

هغه ډله چې پخوا د تحریک طالبان پاکستان  سره تړاو لرلو، د “جیش‌الهنــد” په نوم د يوې نوې ډلې ددې بريد ذمه واري منلې ده. دغه ډله وايي چې ځانمرګی بریدګر سيف‌الـعمر افريدي و.خو ازادو ذریعو ددی تصدیق په دی کړی

لومړني راپورونه ښيي چې ۴ څخه تر ۵ پورې ترهګر وژل شوي دي، او په سیمه کې د صفایي عملیات لا هم دوام  لري . د کالج ټول کارکوونکي او زده کوونکي په بشپړ ډول خوندي دي، او د کالج دننه هیڅ تلفات نه دي رامنځته شوي

امنیتي سرچینې وايي، بریدګرو غوښتل د پیښور آرمي ښوونځي په څیر  خونړۍ پېښه تکرار کړي، خو د امنیتي ځواکونو په وخت او اغېزمن غبرګون سره د هغوی دا ناپاکه هڅه ناکامه شوه. د کالج ودانۍ او شاوخوا سیمه په بشپړ ډول تړل شوې ده

د چاودنې له امله یو نږدې کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، او په کور کې موجود ۵ کسان ټپیان شوي دي.  ۵ تنه لاروې کسان هم د چاودنې له امله ژوبل شوي، چې ژر تر ژره روغتون ته لېږدول شوي دي

چارواکي وایي، د سیمې وضعیت په نږدې توګه څاري او د پاتې احتمالي ګواښونو پر ضد عملیات لا هم روان دي

نورخبرونه: خیبرپښتونخوا کې د ترهګرو پر ضد اپریشن:   ۲۰شل ترهګر له منځه وړل شوي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *