تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې د ترهګرو پر ضد اپریشن:   ۲۰شل ترهګر له منځه وړل شوي

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان او دره آدم خیل کې دا عملیات ترسره شول او د فتنه الخوارج ترهګر له منځه یوړل شول
نن د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې هم د داعش ډلې یو کمانډر اووژل شو

د امنیتي چارواکو په وینا د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګر بریدونه کوي خو د ځواکونو او اولس حوصلې لوړې دي او ترهګرو له به ماتې ورکوو

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لوري ترهګرو پر ضد اپریشن ترسره شوې ده، په دوو بېلابېلو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو لخوا ۲۰ خوارج وژل شوي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له مخې څانګې آیی ایس پي ار ترمخه  دا عملیات د خوارجو پر ضد د نومبر په ۸مه او ۹مه نېټه ترسره شوي دي

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې  په وینا، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د شوال په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل

په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د هند په ملاتړ فعالو خوارجو پټنځای په مؤثره توګه په نښه شو، چې په پایله کې یې ۸ خوارج ووژل شول

د  آیی ایس پي ار د  معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو د دره آدم خېل په سیمه کې هم د خوارجو پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر اساس بل عملیات ترسره کړ۔په دغه عملیاتو کې د ډزو پر مهال ۱۲ ترهګر ووژل شول۔

د آیی ایس پي ار  په وینا، د نورو هندي ملاتړ لرونکو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره په یادو سیمو کې د ترهګرو پر ضد عملیات روان دي ترڅو دغه سیمې له ترهګرو پاکې کړې شي

د پوځ د عامه اړیکو څانګې زیاته کړه، چې د “عزمِ استحکام” تر چتر لاندې د ترهګرۍ ضد هڅې به دوام ولري او له هېواده به د بهرني هیوادونو ملاتړ لرونکې ترهګرۍ ریښې له جرړو اوویستل شي

نورخبرونه: دیر کې ترهګریز برید: د قامي کرکټ لوبغاړي نسیم شاه پر کور ډزې شوي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *