تازه خبرونه

شمالي وزيرستان کښې په پاک افغان پوله د سيکيورټي فورسز کارروائي،د فتنه هند مرستيال پنځه مبينه بريد ګر ئې نيولي دي

افغانستان نه داخليدونکي پنځه ترهه ګر ګرفتار
غلام خان بارډر: د فتنه هند۵ مرستيال ترهه ګر ګرفتار

افغانستان نه داخليدونکي پنځه ترهه ګر ګرفتار

ترهه ګرو د افغانستان اړخ نه پاکستان ته داخليدو کوشش کوله،ګرفتار کسان ټول افغانان دي،وسله ترې برآمد شوي

سيکيورټي سرچينو ترمخه پاکستان ته د پولې هغه اړخ نه داخليدونکي پنځه مبينه ځانمرګي بريد ګر نيولي شويدي ۔ ذرائع وائي چې د شرخوښو په حواله اطلاعات ملاؤيدو نه پس سيکيورټي فورسز په پنځه مقاماتو ناکه بندي کړي وه ۔ ترهه ګر پاکستاني حدود ته داخليدو نه پس عزيز خيل او منډي خيل په طرف روان وو،د سيکيورټي فورسز د ناکه بندۍ او موجودګۍ لوجې دوي د بيسي خيل سيمې په يو جومات کښې پټ شوي وو ۔ جومات ته داخليدو نه پس سيکيورټۍ فورسز په فوري توګه دغه جومات او خواؤ شا علاقه ګهيرا کښې اخستي وه چې لوجې ئې پنځه واړه ترهه ګر په وسلې غورځولو مجبورا شوي وو ۔ د نيولي شوي کسانو عمرونه اتلس کاله پورې وو،پنځه واړه افغانان دي او د دريو نه د افغانستان شناختي کارډ هم برآمد شوېدے ۔ نيولي شوي ترهه ګرو نه وسله هم برآمد شويده او پلټني ترې شورو کړي شويدي۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *