تازه خبرونه

د پي ټي ایم مشران د قومي ترانې په احترام کې ناست پاتې شول

پرون د خیبر پښتونخوا امن جرګه کې د پي ټي ایم ، پښتون تحفظ موومنټ مشران د پاکستان قامي ترانې په احترام کې و نه دریدل
پرون د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې یو شمیر مشرانو ګډون وکړو، پي ټي ایم مشرانو هم ګډون وکړو، صوبه کې ترهګري وغندله

په سوشل میډیا او عام ټولنه کې د پی ټي ایم دې مشرانو د قامي ترانې په مهال نه ودریدلو وروسته په دوې سختې نیوکې کړي دي

پیښور: پرون د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي په مشرۍ کې د خیبرپښتونخوا امن جرګه د صوبایی اسمبلۍ په تالار کې تابیا شوې وه

په رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې کله د امن دا جرګه پیل کیدله نو د پاکستان قومي ترانه غږول پیل شول او په تالار کې ټول د جرګې مشران د قومي ترانې په احترام کې ودریدل خو په ویډیو کې لیدل کیږي چې د پښتون تحفظ موومنټ، پی ټي ایم څه مشران چې په جرګه کې ګډون کولو په خپول څوکیو ناست پاتې شول

په سوشل میډیا او په کمیونټي کې د پي ټي ایم د قومي ترانې په احترام کې نه ودریدل په سختو ټکو کې غندنه شوې ده، عام پوهان او څیړنکاران وایی چې په داسې وخت کې چې د خیبر پښتونخوا امن جرګه پیل کیدله او د پاکستان قومي ترانه پیل شوه نو د پي ټي ایم دې مشرانو له هم په کار وو چې لکه د نورو مشرانو د قومي ترانې په احترام کې ودریدلې وې، پوهان وایی چې د پي ټي ایم دې مشران دا کار ښه و نه کړو ځکه د خیبرپښتونخوا په صوبایی اسمبلۍ تالار کې د امن جرګه کیدله او قومي ترانې په احترام کې ددوی نه ودریدل د کرکې او نفرت یو علامت وو، پوهان ټینګار کوي چې د پي ټي ایم مشران چې په دې خاوره کې ژوند کوي نو باید ددې ملک او ریاست قانون هم په اومني او ددې احترام وکړي

نورخبرونه: پاک افغان پوله دې دوه اړخیز تجارت لپاره سمدستي پرانستل شي:د امن جرګې په اعلامیه کې غوښتنه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *