تازه خبرونه

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې زوروره چاودنه شوې

سرچینې وایی دا چاودنه د اسلام آباد په جي ۱۱ سیکټر کچهرۍ کې شوې ده، په ویډیو کې لیدل کیږي چې چاودنه په یو موټر کې شوې
اسلام آباد کې دې چاودنه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي دي

سرچینې وایی په څرګنده توګه خو دا چاودنه د ګیس سلینډر ښکاري خو په دې اړه پلټنې پیل شوي دي

اسلام‌اباد: د جي الېون په سېکټر کې د کچهرۍ د پارکینګ په سیمه کې ولاړ موټر کې زوروره چاودنه شوې، په څرګنده خو دا چاودنه  د ګاز سلنډرچاودنه ښکاري خو پلټنې روانې دي، د چاودنې وروسته په موټر اوربل شو او په بشپړه توګه وسوځیدلو

د راپورونو له مخې، نن د سه‌شنبې په غرمه شاوخوا د دولس نيمې بجې د اسلام‌اباد د جي الېون سېکټر د کچېري په پارکینګ سیمه کې زوروره چاودنه وشوه، چې غږ یې تر لرې واټنونو واورېدل شو.

چاودنې د پارکینګ په سیمه کې اور بل کړ، او نږدې ولاړ نور موټرونه هم د اور لمبو له امله وسوځیدل

د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه د موټر دننه د لګول شوي سلنډر د چاودنې له امله شوې، چې له امله یې یو شمېر وکیلان او مراجعین (سائلین) ټپیان شوي دي. پولیس وايي، د چاودنې پر مهال د کچهرۍ په سیمه کې د خلکو تګ راتګ ډېر و، له همدې امله یو شمېر مراجعین هم ټپیان شوي دي.د پولیسو په وینا، تر اوسه دا پېښه د سلنډر چاودنه ښکاري، خو په دې اړه څېړنې پیل شوې دي

نورخبرونه

د پاکستان او افغانستان یوبل سره اړیکو د پیاوړتیا په اړه اسلام آباد کې مهمه غونډه

اسلام آبادنیشنل پریس کلب کې په خبریالانوتشدد: وزیرداخله ی  نوټس اخستې او د پلټنو امر ی کړې

د لکي مروت څخه د مشرانو جرګې غړو اسلام آباد کې د  افغانستان سفیر سره لیدنه کړې ده

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *