تازه خبرونه

د لکي مروت څخه د مشرانو جرګې غړو اسلام آباد کې د  افغانستان سفیر سره لیدنه کړې ده

مشرانو له افغانستان سفیر څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته تښتول شوي د مزدورانو په آزادولو کې دې دوی سره مرسته وکړي
په افغانستان کې دا مزدوران د روان کال جنورۍ میاشت کې تښتول شوي دي

دا مزدوران د لکي مروت پیزو څخه وسله والو افغانستان ته تښتولي دي او ترواسه افغانستان کې د وسله والو په ولکه کې دي

 اسلام‌اباد: د خیبر پښتونخوا  لکي مروت څخه یو پلاوي د افغانستان له سفیر سره په اسلام‌اباد کې ولیدل. د لیدنې پر مهال پلاوي د افغان سفیر نه وغوښتل چې د کابل خېل فیکټرۍ مزدورانو په خوشي کولو کې دې دوی سره مرستې وکړي. .

 پلاوی چې د جامعۀ حلیمیه پېزو مهتمم، مفتی عبدالغني شاه په مشرۍ ورغلی و، د رنړا د امن جرګې غړي هم ورسره شامل وو. پلاوي افغان سفیر ته وویل چې د کابل خېل څه کسان وسله والو پیزو څځه تښتولي دي او افغانستان ته ی  انتقال کړي. سرچینو ترمخه  دا مزدوران  چې ۱۲ دي او د پاکستان د اټامک انرژي پروژه کي ی کار کول له وسله والو لوري وتښتول شول، د جرګې مشرانو خبرو وروسته وسله والو یو ډرایور آزاد کړې، سرچینې وایی چې  په تښتول شوومزدورانو کې ی یو مزدوروژلې هم دې خو نور مزدوران تراوسه پورې افغانستان کې د وسله والو په ولکه کې دي.  

افغان سفیر پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت دغه موضوع جدي نیولې او د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره به ډیر زر ګامونه پورته کړي، باید یادونه وشی چې یاد مزدوران د روان کال په جنورۍ کې تښتول شوي او تراوسه پورې دوی نه دې آزاد شوي چې له امله ی کورنۍ د سختو اندیښنو سره مخ دي.   

نورخبرونه

افغانستان سفیر د افغان کډوالو نیټه د بیا غځولو غوښتنه کړې ده

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *