تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې امن: سبا صوبایی حکومت د سیاسي ګوندونو مشرانو سره جرګه کوي

سرچینې وایی سبا په صوبه کې د امن لپاره دې جرګه کې د شلو ۲۰ سیاسي ګوندونو مشران ګډون کوي
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي اعلان کړې دې چې په صوبه کې د امن لپاره به د سیاسي مشرانو او نورو قبایلي مشرانو سره جرګې کوي

د جرګې اړوند سرچینو ویلي دي چې په جرګه کې د مسلم لیګ ن، پیپلز ګونډو عوامي نیشنل ګوند، جعیت علمای اسلام ف، جماعت اسلامي او قومي وطن پارټۍ مشرانو د ګډون کولو باور ورکړې

په خیبر پښتونخوا کې د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره د صوبایي حکومت له خوا د امن جرګه سبا ترسره کېږي، چې پکې د لويو سیاسي ګوندونو په ګډون شل سیاسي ګوندونه برخه اخلي

  د سرچینو په وینا، د امن جرګې موخه دا ده چې د صوبې د ثبات او سولې لپاره ګډ تګلاره جوړه شي۔
د سر چینو په وینا د  جرګې کوربه به د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيکر بابر سلیم سواتي وي، او مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، اے این پي، جمعیت علمای اسلام (ف)، جماعت اسلامي او قومي وطن پارټۍ په ګډون ګڼو ګوندونو د ګډون یقین ورکړی دی

  
د معلوماتو له مخې، د جرګې اعلامیه به د وفاقي حکومت ټولو امنیتي ادارو ته استول کېږي او همدارنګه به د ایپکس کمېټې غونډې ته وړاندې کېږي

 
د جرګې سره اړوند سرچینو ویلي دي چې د جرګې لپاره نږدې ۴۰۰ کسانو لپاره  د ناستې انتظام شوی او ځانګړی امنیتي پلان هم جوړ شوی دی۔په جرګه کې د غیر اړونده کسانو پر داخلېدو بندیز لګول شوی او ګډونوالو ته ځانګړي پاسونه ورکول شوي دي، تر څو غونډه په خوندي چاپېریال کې ترسره شي

 په خیبر پښتونخوا کې امن او ثبات لپاره د سیاسي او غیرسیاسي مشرانو جرګه راغوښتلو ته سیاسي او غیرسیاسي مشران په ښه نظر ګوري او وایی چې په صوبه کې د امن لپاره داسې جرګې ډیر ښه رول لوبولې شي

مهمه ده چې یادونه وشی چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدی چې کله وزیراعظم وټاکل شو نو په یو بیان کې ی ویلي وو چې هغوی به په صوبه کې امن لپاره جرګې کوي او هرې ضلع ته به ځي چې د ځایی خلکو او مشرانو سره جرګه وکړي

دا هم باید یادونه وشی چې د ضلع خیبر او باجوړ په سیمو کې د ځایی مشرانو وسله والو ډلو مشرانو سره یو شمیر جرګې او مرکې ترسره شوي خو ترواسه په دې سیمو کې امن نه دې راغلې او په هره ورځ په دې سیمو کې ترهګر سرکاري او غیر سرکاري اهلکار په نښه کوي

نورخبرونه: د خیبر امن جرګه او د وزیراعلی سهیل افریدي وینا

Related Articles

د مډل ایسټ آی په وینا پاکستان پوځي ځواک په سفارت بدل کړ، خو نوې ستراتیژیکه ننګونه هم رامنځته کوي

April 25, 2026

ډاهاډر، بلوچستان کې امنیتي ځواکونو د «فتنه الہندستان» برید ناکام کړی، ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي او یو سرتېری شهید شوی دی، په سیمه کې لټون عملیات روان دي

April 25, 2026

په ایران کې د چین سفارت‌خانې د وضعیت د جدي والي له امله ټولو چینایي وګړو ته دوهم بېړنی خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره له هېواد څخه ووځي، چې دا ګام په سیمه کې د لویو پوځي کړکېچونو د احتمال اندېښنې زیاتوي

April 25, 2026

صدر آصف علي زرداري د اووه ورځني سفر لپاره چین ته روانېږي، چیرې چې د سي‌پیک او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره له چینایي مشرانو سره مهمې لیدنې کوي

April 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *