تازه خبرونه

خواجه آصف: پاکستان چمتو دی، د هند هر غبرګون به پرېکنده وي

پاکستان د سولې او سیمه‌ییز ثبات ملاتړ کوي، خو د خپلې خپلواکۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتو دی. د پاکستان غبرګون به چټک، متوازن او پرېکنده وي
د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ جګړه ډېر خطرناک پایلې لرلای شي، نو مسؤلانه چلند ضروري دی

د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ جګړه ډېر خطرناک پایلې لرلای شي، نو مسؤلانه چلند ضروري دی

اسلام آباد: د پاهلګام پېښې د کليزې له رانږدې کېدو سره د هند او پاکستان ترمنځ لفظي تاوتریخوالی زیات شوی، چې په ترڅ کې یې د هند مشرتابه د ګواښونو په ځواب کې پاکستان څرګنده کړې چې هغه د سولې غوښتونکی دی، خو د هر ډول تېري پوره او پرېکنده ځواب به ورکړي۔

هندي رسنۍ او چارواکي یو لوري ته د امنیتي خطرونو او الرټونو خبرې کوي، او بل لوري ته د پاکستان پر ضد تورونه او سخت بیانونه وړاندې کوي، د هند د دفاع وزیر راج ناتھ سنګ په یوه وینا کې ویلي، که پاکستان له کوم ډول “ناپاک اقدام” څخه کار واخلي، نو هندي پوځ به سخت ځواب ورکړي. هغه ادعا کړې چې د پاهلګام پېښې وروسته پیل شوی “عملیات” لا هم روان دي.

هندي سمندري ځواک

هندي سمندري ځواک مشر اډمرل دنیش کمار ترپاټهي هم ادعا کړې چې تېر کال هند پاکستان ته د سمندري عملیاتو له پلوه “د څو دقیقو واټن” کې و ، هندي رسنیو دا هم ویلي چې په کشمیر کې امنیت لوړ پوړ ته رسول شوی او پر پاکستان د احتمالي خطرونو تورونه لګول کېږي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف دا بیانونه پاروونکي بللي او ویلي یې دي چې دا د ځواک نه بلکې د ستراتیژیک اضطراب څرګندونه ده، په ځانګړي ډول د پاهلګام پېښې د کليزې په نږدې کېدو سره، هغه ویلي چې دا پېښه داسې موضوع وه چې په نړیواله کچه یې پوره ثبوت نه دی موندل شوی او د هند د بحران جوړونې تګلاره یې څرګنده کړې ده خواجه آصف زیاته کړې چې هند خپلې داخلي کمزورۍ د بهرنیو ګواښونو په بیانیه پټوي او بې بنسټه تورونه لګوي۔

هغه روښانه کړې چې پاکستان د سولې او سیمه‌ییز ثبات ملاتړ کوي، خو د خپلې خپلواکۍ د دفاع لپاره بشپړ چمتو دی، او د پاکستان غبرګون به چټک، متوازن او پرېکنده وي، د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ جګړه ډېر خطرناک پایلې لرلی شي، نو هند باید مسوولانه چلند وکړي د شنونکو په وینا، د لفظي تاوتریخوالي زیاتوالی د سیمې لپاره اندېښمنوونکی دی او مسؤلانه ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *