تازه خبرونه

ترهګر له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي: وزیراعظم شهباز شریف

شهباز شریف ویلي دي چې افغان ترهګرو ته د هند ملاتړ هم حاصل دې خو دوی له به د بنیان المرصوص په څیر اپریشن له لارې ماتې ورکړو
عمران خان چې د پي ټي ایی مشر دې او بندي دې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځي اپریشن مخالفت کوي.

سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو وزارتونو په خپلو بیانونه کې د جنوبي وزیرستان برید په کلکو ټکو کې غندلې دې

د پاکستان وزیر اعظم او فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د پوځ لوی درستیز وړمه ورځ  د بنو سیمې ته په یو بیړني سفر لاړل. هغوی د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په اړه تابیا شوې یوې لوی  امنیتي غونډه کې  ګډون وکړ. د امنیتي سرچینو په وینا په دې غونډه کې په هیواد کې د روان امنیتي وضعیت  او د ترهګرۍ ضد اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې وشوې

وزیر اعظم او فیلډ مارشل د جنوبي وزیرستان په عملیاتو کې د شهید شویو ۱۲ سرتېرو د جنازې لمونځ کې هم ګډون وکړ او د شهیدانو قربانیو ته یې درناوی وړاندې  کړو، لوړپوړي مشرانو سي ایم ایچ روغتون ته هم ورغلل او د ټپیانو روغتیایی حالت پوښتنه ی وکړو، ټپيان سره ی خبرې وکړي او دوی له ی بشپړه ډاډ او تسلي ورکړه.

وزیر اعظم په څرګندونو کې وویل چې ترهګرۍ ته به کلک او پرېکنده ځواب ورکول کېږي او په دې برخه کې هېڅ ډول بله لار زغمل کېږي. هغه روښانه کړه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شا موجودې ډلې او د هغوی اسانتیا برابروونکي په افغانستان کې پراته دي او د هند ملاتړ ورسره هم شته چې دا پاکستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره لوی ګواښ دې.

ترهګریزو پیښو کې پاکستان کې  میشت افغان وګړي هم ښکیل دي: شهباز شریف

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان ته دا پیغام رسېدلی چې یا خو دې د پاکستان ملاتړ وکړي او یا د بهرنیو عناصرو ملاتړ وکړي. د هغه په وینا په ترهګریزو پېښو کې افغان وګړي هم ښکېل دي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې میشت دي، نو ځکه یې عاجل ایستل ډېر ضروري دي

وزیر اعظم ټینګار وکړ چې د پاکستان ولس د ترهګرۍ په اړه سیاست او ګمراه کوونکي بیانونه په بشپړ ډول رد کړي دي او دوی ی وس هم ردوي.  هغه وویل چې هغه کسان چې د دښمن هیوادونو پروکسي جګړو ته اسانتیاوې برابروي، دوی ته به هم هغه څیر ځواب ورکړل شی او دوی سره به هیڅ کوم نرمي و نه کړې شي

هغه زیاته کړه چې د پاکستان ولس، په ځانګړي ډول د خیبرپښتونخوا خلک، د پاکستان دولت ، ریاست  او د پوځ تر شا ولاړ دي او د هند پروکسي جګړې به د بنیان مرصوص” په څیر اپریشن له لارې ناکامه کړي

وزیر اعظم وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د لا اغېزمن ځواب لپاره هر ډول ضروري اداري او قانوني ګامونه به سمدستي پورته کېږي چې ترهګرو له ماتې ورکړل شي

مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې له  دې وړاندې د پېښور کور کمانډر وزیر اعظم او فیلډ مارشل ته د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړ او له دې وړاندې  وزیر اعظم شهباز شریف ته د  بنو په  کنټونمنټ کې د پوځ لوی درستیز هرکلې وکړو او دوی ته ی په خیر راغلې او ستړي مشي اوویل

نورخبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

د پاکستان لویه سفارتي بریا:امریکا لوري بي ایل اې ترهګره ډله ګرځول

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *