تازه خبرونه

د پاکستان لویه سفارتي بریا:امریکا لوري بي ایل اې ترهګره ډله ګرځول

د بي ایل اې ډلې ترهګر په یو شمیر بریدونو کې ښکیل دې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او عام اولس په ضد ی ترسره کړي دي
بي ایل اې ترهګره ډله اعلانول پاکستان لپاره یوه لویه سفارتي کامبابي ده

د بي ایل اې ترهګر په پاکستان کې د سي پیک پروژې په چنیایی اهلکارو ،د مسافرو په بسونو او د ښوونځو په ماشومانو بریدونو کې ښکیل دي

مستونګ: د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې څلور ترهګر ووژل شول. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) د جمعې په ورځ وویل چې دا عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د بي ایل اې،  د فتنه الهندستان نومې ترهګرو ډلو د شتون په اړه دقیق معلومات ترلاسه شول. پاکستان دا اصطلاح هغو وسلوالو ډلو ته کاروي چې په بلوچستان کې فعاله دي او د هند له ملاتړ څخه برخمن بلل کېږي.

د آی ایس پي آر په وینا:
«زموږ ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ترهګرو پټنځای په نښه کړ، او د سختې نښتې وروسته څلور د هند له خوا تمویل شوي ترهګر دوزخ ته ولېږل شول.» په سیمه کې د شاوخوا سیمو د پاکولو عملیات هم ترسره شول او وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترې ترلاسه شول.


  د بی ایل اې بریدونه او نړیوال غبرګون

 د پاکستان لوري په بلوڅ بیلتونو خوښو له ډیرې مودې راهسي تورونه لګول کیږي کومه چې په صوبه په امینتي ځواکونو، د سي پیک پروژې په چینایی اهلکارو ، د ګاز په پیپونو او په لویه لار باندې عام اولس په نښه کولو کې ښکیل ده.  

په یو لوی سفارتي پرمختګ کې امریکا په ۱۱ اګست بي ایل اې او ددې ډلې ځانمرګي بریدګرو څانګه مجید بریګیډ په رسمی توګه ترهګر اعلان کړل، د امریکا لوري دې اعلان پاکستان هرکلې وکړو ځکه دا د پاکستان له ډیرو لسیزو راهسي مشن وو چې دا ډله د یو ترهګرې ډلې په څیر اوپیژندل شي او پاکستان په دې کې بریالۍ شو.

 پاکستان په کال ۲۰۰۶ کې بي ایل اې او په کال ۲۰۲۴ کې مجید بریګیډ باندې بندیز لګولې دې. برتانیه هم په کال ۲۰۰۶ کې بی ایل اې ترهګره ډله اعلان کړې، او امریکا هم تردې وړاندې په کال ۲۰۱۹ کې یوازې د ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه نومولې وه.


د تاوتریخوالي ریکارډ

بی ایل اې او مجید بریګیډ په یو شمیر بریدونو کې ښکیل دي، په مارچ ۲۰۲۵ کې پر جعفر ایکسپریس برید کې هم دا ډله ښکیل وه چې پکې ۲۶ کسان اووژل شول، می ۲۰۲۵ کې په خضدار کې د ښوونځی پر بس ځانمرګي برید کې ۱۰ کسان اووزل شول چې ماشومان هم پکې شامل وو.

دا ډله په کال ۲۰۲۴ کې د کراچۍ هوایی ډګر برید کې چې درې تنه پکې ووژل شول هم ښکیل وه، په دې برید کې دوه چینایان هم شامل وو چې وژل شوې وو.

د کال ۲۰۲۴ ګوادر بندر د ادارې پر کمپلیکس برید کې هم له دې ډلې لوري اته امنیتي اهلکار شهیدان شول.

دلته باید یادونه وشي چې د ډله ښځینه بریدګرې هم کاروي.

د پاکستان دریځ او د امریکا همکاري

که څه هم   بی ایل اې ځان د بلوچ د حقونو د غورځنګ په توګه معرفي کوي، خو اسلام‌اباد ټینګار کوي چې د تښتونو، باج اخیستنو او د ملکي وګړو د وژنو له امله دا یو ترهګر سازمان دی، نه چې دا یو مشروع سیاسي مبارزه ده. .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترهګرۍ د سازمانونو پېژندنه د دې لپاره مؤثره وسیله ده چې نړیوال ملاتړ پرې محدود شي او د تاوتریخوالي پرېښودو ته اړ شي.

د امنیتي سرچینو په وینا، د پاکستان د پوځ ستر مشر فیلډ مارشال عاصم منیر وروستي د امریکا سفر د اسلام‌اباد دریځ لا پیاوړی کړ او د هند له لوري د ترهګرۍ تمویل په اړه یې نړیوالې پوښتنې راپورته کړې.

پایله او نور اړین ګامونه
کارپوهان باور لري چې د امریکا دا پرېکړه یواځې قانوني نه، بلکې سمبولیکه هم ده ځکه چې د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد قربانیو ته نړیوال مشروعیت ورکوي خو د بی ایل اې پر وړاندې د امنیتي ګامنو ترڅنګ سیاسي او پرمختیایی ګامونه هم غواړي څو د بلوچستان اوږدمهاله ستونزې هوارې شي.

نور خبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

Related Articles

معید پیرزادہ د اسلام آباد برید د بې اساسه توطئوي نظریو خپرولو لپاره کاروي، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کمزوري کوي

February 7, 2026

د پېښور های کورټ په وژونکي پولیسو لاینونو د چاودنې قضیه کې امتیاز ته ضمانت ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د عدلیې رول باندې پوښتنې راپورته کړي

February 7, 2026

پوتین د اسلام آباد د جومات برید وروسته پاکستان ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ترهګرۍ پر ضد د قوي همکارۍ ژمنه یې وکړه

February 7, 2026

څنګه بندیز لګېدلې بي‌اېل‌اې د ټولنیزو رسنیو له لارې د بشري حقونو ژبه ناوړه کاروي، بریدونه ستايي، تبلیغات خپروي او کسان جذبوي.

February 7, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *