تازه خبرونه

بنو کې د امن لښکر په  غړو برید شوې

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل
په خیبر پښتخوا او قبایلي سیمه کې ترهګریزې پیښې زیاتې شوې دي

پرون پاک افغان سرحد سره نزدې په اورکزو کی هم ترهګرو امن لښکر ترهدف لاندې راوست او دوه مشران ی شهیدان کړل

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو او ټانک او قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پرله پسې پیښې زیاتې شوي دي چې خلک ی ډیر سخت اندیښمن کړي دي

د ځایی سرچینو او پولیس ترمخه نن د نهې په ورځ  د هوید تاڼې په حدودو کې وسله‌والو کسانو د امن کمېټې پر غړو برید وکړو

د ډزو په پایله کې د امن کمېټې ۴ غړي ووژل شول، دا پېښه د ګلبدین لنډي ډاګ کلي په سیمه کې رامنځته شوې ده

د پیښې وروسته په سیمه کې امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پیل کړي دي ، د وژل شویو کسانو کې نصیب، حامد، ضیاءالله او فوجي نومي د امن کمېټې غړي شامل دي۔ پولیس وایي چې په وژل شویو کسانو کې پلار او زوی هم شامل دي

دا مهمه ده او باید یادونه وشی چې پرون پاک افغان سرحد سره نزدې د اورکزو په ضلع کې هم ترهګرو ځایی امن لښکر باندې برید کړې وو چې په پایله کې ی دوه د امن لښکر مشران شهیدان شول

نورخبرونه: خیبرپښتونخوا کې له ترهګرو لوري خونړي بریدونه شوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *