تازه خبرونه

باجوړ کې وژل شوي افغان جګړه‌مار لپاره د فاتحې مراسم فرانس کې ترسره شوي

د وسله وال افغان کمانډر تړاو کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره وو او په باجوړ کې د عملیاتو وروسته له منځه وړل شوې وو
په ترکي کې افغان طالبانو تحریري ضمانت او ژمنه کولو ته تیار نه دي

باجوړ کې له منځه وړل شوو افغان وسله وال سره نور د ټي ټي پی افغان تبع وسله وال هم له منځه وړل شوي وو فایل فوټو: صدام عرف خذیفه

د افغانستان له کندوز ولايت سره تړاو لرونکي يو افغان جګړه‌مار، چې د تحريک طالبان پاکستان   سره تړلی و او کوم چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو،  وروسته يې د فرانسې د رېن ښار په يوه جومات کې د فاتحې  مراسم ترسره شوي دي

په ټولنیزو رسنۍ ایکس محاذ په خپله پاڼه لیکلي چې د  اکتوبر په ۱۹مه نېټه، د باجوړ په ضلع کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال څلور د تحريک طالبان پاکستان غړي ووژل شول، چې درې يې افغان تبع وو. د وژل شويو له ډلې يو تن د ملا صدام په نوم پېژندل شوی، چې اصلي نوم يې حذيفه او د عبدالباقي زوی و. نوموړی د افغانستان د کندوز ولايت د درېيمې امنيتي حوزې اوسېدونکی و

په ایکس پاڼه هغه لیکلي چې  ملا صدام لومړۍ جنازه او دعايي مراسم د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ، د جمعه ورځ د کندوز په جامع مسجد خامه کري کې ترسره شول.وروسته، د هغه دویم تعزيتي مراسم د فرانسې د رېن   ښار په مسجد التقوی  کې د اکتوبر په ۲۶مه نېټه (يکشنبه ورځ) د ماسپښين له ۱:۳۰ بجو تر ۴:۰۰ بجو پورې ترسره شول، چې پکې د افغانانو زيات شمېر ګډون وکړو

ويل کېږي چې د ملا صدام د کورنۍ غړي هم په دې مراسمو کې شامل وو، د هغه وروڼه طالب او محمد هارون، او تره شاه غاصي د فاتحې په دې مراسمو کې ګډون وکړو. د مسجد التقوی مراسمو ویډیو هم شتون لري چې دې راپور سره ورکړل شوې ده

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د دوحه مذاکراتو په دوام کې پرون درې ورځې د ترکي په استنبول ښار کې هم د  پاکستان او افغانستان طالبانو ترمنځ خبرې وشوې خو د باوري سرچینې ترمخه افغان طالبان دا تحریري ژمنه نه کوي چې ددوی حکومت به د کالعدم تحریک طالبانو پاکستان په ضد کاروایی کوي

بل اړخ ته په رسینو کې داسې راپورونه چې د ټي ټي وسله وال په قبایلي سیمو کې مله منځه وړل کیږي چې هغوی افغان تبع وی خو افغان طالبان دا نه مني او په ترکي خبرو کې هم دا تحریري ژمنه نه کوي چې دوی به د ټي ټي پي ډلې په ضد اقدام وکړي

شنوونکي وایی چې که افغان طالبان تحریري ژمنه و نه کړي او خبرې بې پایلې ختمې شی نو دا به د سیمې د ثبات لپاره لوی ګواښ وګرځي او دې سره به د ټي ټي پي وسله والو حوصلې لوړې شی او دوی به د پاکستان په ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي

نورخبرونه

پاکستان ولې مجبور شو چې له افغانستانه د ټي تي پي بریدونو ته غبرګون وښایی

پاکستان کښې بدامنۍ واقعاتو لپاره کالعدم ټي ټي پي،بي ايل اے او مجيد بريګيډ ډلې يو شويدي

افغان دولتي چارواکو او ټي ټي پي وسله والو ترمينځ د تحفظاتو ډک ملاقات

Related Articles

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

اسلام آباد کې د درنې ټرافیک بندیز د انرژۍ بحران رامنځته کړی؛ د اټک ریفاینري مرکزي یونټ بند شوی، د خامو تیلو رسونه درېدلې او د ذخیره ټانکونو د ډکېدو له امله تولید هم معطل شوی دی

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *