تازه خبرونه

پاکستان او هند ترمینځ مهم سفارتي پرمختګ شوې

د می میاشتې کړکیچ وروسته د پاکستان او هند په لومړي ځل د بندیانو نوملړ یو بل ته سپارلې
د بهرنيو چارو وزارت ویاند په وینا، دا تبادله د ۲۰۰۸ کال د قونصلر رسایي تړون له مخې د جولای پر 1مه نېټه ترسره شوې ده.  

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، هند پاکستان ته د ۴۶۳ پاکستانی قیدیانو نوملړ سپارلی، چې پکې ۳۸۲ عام پاکستانی وګړي او ۸۱ ماهي نیوونکي قیدیان شامل دي

د د مۍ میاشتې پاکستان او هند ترمنځ د شوې اوربند وروسته يوه مهمه پرمختيا شوې، چې پکې دواړو خواوو د قيدیانو نوملړونه يو بل ته سپارلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند په وینا، دا تبادله د ۲۰۰۸ کال د قونصلر رسایي تړون له مخې د جولای پر 1مه نېټه ترسره شوې ده

د دفتر خارجه د معلوماتو له مخې، پاکستان هند ته د ۲۴۶ هندي قيدیانو نوملړ ورکړی، چې پکې ۵۳ عام وګړي او ۱۹۳ ماهي نیوکي کسان شامل دي

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، هند پاکستان ته د ۴۶۳ پاکستانی قیدیانو نوملړ سپارلی، چې پکې ۳۸۲ عام پاکستانی وګړي او ۸۱ ماهي نیوونکي قیدیان شامل دي.

ویاند زیاته کړه چې پاکستان د هغو ټولو قیدیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې چې خپل سزا یې پوره کړې ده، او همداراز یې د جسمي او ذهني ناروغ قیدیانو د تابعیت تصدیق لپاره د قونصلر رسایي غوښتنه کړې ده

د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، پاکستان د هند بندي خانو کې د خپلو قیدیانو ته پوخ امنیت ورکولو باندې ټینګار کړی، او دا یې هم ویلي چې پاکستان د بشري اصولو پر بنسټ د قیدیانو د واپس کولو ته لومړیتوب ورکوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *