تازه خبرونه

 ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ترمنځ  یو په یو مهمه لیدنه کیږي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په تازه بیان کې ویلي دي چې ټرمپ په نړۍ کې د سولې راوستلو لپاره کار کوي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې ټرمپ په ډیرو مهمو موضوع ګانو خبرې وکړو او هغه د سولې لپاره کار کوي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او امریکا یوبل ته لاس ورکړو او د یو بل تود هرکلې ی وکړو او ستړي مشي ی اوویل

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عرب-اسلامي سرمشريزې تر پای وروسته له پاکستان  وزيراعظم شهباز شريف سره مهمه لیدنه کړې ده.

د امريکا ولسمشر او وزيراعظم شهباز شريف ترمنځ په خوشال چاپېريال کې غير رسمي خبرې وشوې، دواړو مشرانو یو بل ته روغ جوړ او ستړي مشي اوویل ،د یو بل تود هرکلې ی وکړو او یوبل له ی لاسونه ورکړل، په لیدنه کې  د  پاکستان  وزیراعظم مرستيال اسحاق ډار هم حاضر و.

ويل کېږي چې د ۲۵ سپتمبر په نېټه به د وزیراعظم شهباز شريف او د امريکايي ولسمشر ترمنځ يو پر يو ملاقات هم ترسره شي. .

له بله پلوه، وزیراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په موقع له رسینو په خبرو  کې وويل چې امريکايي ولسمشر د نړۍ د سولې لپاره هڅې کوي او دا ډیره لویه ذمه واري ترسره کوي.. وزیراعظم شهباز شريف وويل چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عمومي اسمبلۍ په وينا کې مهمې خبرې وکړې او د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې د بندولو لپاره يې مهم رول لوبولی دی

نورخبرونه

پاکستان او هند باید د جنګونو پيسې په اولس مصرف کړي: شهباز شریف

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *