تازه خبرونه

پاکستان او هند باید د جنګونو پيسې په اولس مصرف کړي: شهباز شریف

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپله وینا کې ویلي چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر شخړه هواریدلو وروسته اړیکې ښې کیدلې شي
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به نن د لندن څخه امریکا ته سفر کوي چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د امریکا سفر په مهال د فلسطین ،کشمیر او قطر بریدونو په اړه د پاکستان دریځ هم وړاندې کوي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ څلور جګړې شوي، په دغو جګړو کې اربونه ډالر ولګول شول، هغه ټینګار کړې چې دغه پيسې بايد د ولس د پرمختګ او هوساينې لپاره کارول شوې واې خو په جنګونو ضایع شوي دی. .

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف  په لندن کې د اوورسيز پاکستانيانو فاؤنډېشن د يوې غونډې پر مهال وويل: “پاکستان او هند يو د بل ګاونډيان دي، موږ  له يو بل سره اوسېدل او ژوندل کول پکار دي. موږ له هندوستان سره د برابروالي پر بنسټ خبرې کول غواړو، خو د کشمير ستونزه تر حل کېدو پرته د دواړو هېوادونو اړيکې نه شي ټينګېدای او ښې کیدلې. .”

نوموړي زياته کړه چې د کشميريانو وينه به هېڅکله ضايع نه شي، شهباز شريف د اوورسيز پاکستانيانو ستاينه وکړه او د غونډې ګډونوالو ته يې شعرونه هم واورول. د برېتانيا د څلور ورځني سفر پر مهال نوموړي د پاکستاني ټولنې او سوداګرو له استازو سره هم ليدنې وکړې. .

وفاقي اطلاعاتو وزير عطا تارړ په دې موقع  وويل چې د وزيراعظم دا وينا به نن غرمه خپره شي. ده زياته کړه چې وزيراعظم پاکستان شهباز شریف ډیر په جوش و جذبه  وينا وکړه او په دې غونډه کې خلکو زیات شمیر کې ګډون وکړو،  وزيراعظم په خپله وينا کې د عمليات بنيان مرصوص، اقتصاد او سفارتي اړيکو په اړه هم خبرې وکړې .

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به نن امریکا ته ځي

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې نن تمه ده چې وزيراعظم شهباز شريف له لندن څخه امريکا ته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په  غونډه کې د ګډون کولو  لپاره روان شي. نوموړی به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وينا وکړي او د غزه  پر موضوع تابیا شوې په  ځانګړې غونډه کې به هم ګډون وکړي.

دا هم باید یادونه وشی چې  د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د امریکا سفر پر مهال د کشمير، فلسطين او پر قطر د بريد په اړه هم  د پاکستان دريځ وړاندې کړي

نورخبرونه

ترهګر له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي: وزیراعظم شهباز شریف

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *