تازه خبرونه

  متقي د روس په مهمه  دوره ځي

د امیرخان متقي روس دا دوره ډیره مهمه ده ځکه روس په نړۍ کې هغه لومړۍ هیواد دې چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت ی په رسمي ډول د پیژندلو اعلان کړې دې
په روس کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه به په روانه میاشت اکتوبر کې ترسه کیږي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له دې وړاندې د هند دوره په دې وجه لغوه کړې وه ځکه ملګرو ملتونو د هغه نوم له تور لسټ څخه د لرې کولو څخه انکار کړې وو.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي راتلونکې اونۍ د مسکو فارمټ اوومه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي، په دې اړه د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلی متقي به یاده ناسته کې د ګډون سربېره د روس بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف سره هم وګوري.

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې تر دې وړاندې کابل کې د روس سفیر دیمتیري ژیرنوف ویلي و، ټاکل شوې د مسکو فارمټ اوومه ناسته به روانې اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې وه، د روس فدراسیون په لومړي ځل د افغانستان اسلامي امارت د دې فارمټ د رسمي غړي په توګه منلی او راتلونکې ناسته کې د هغوی له فعال شتون هرکلی کوي .

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دریځ

د افغانستان اسلامي امارت د متقي د روس دورې په اړه خپل دریځ څرګندونه کړې ده او تاید کړې ی ده چې امیرخان متقي به د روس وره کوي چې د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې د مسکو فارمټ غونډه به د اکتوبر په میاشت کې ترسره کیږي.

دا هم باید یادونه وشی چې که امیرخان متقي د روس دوره وکړې شی  نو ددې به دا مطلب وی چې ملګري ملتونو د امیر خان متقي نوم د تور لسټ څخه لرې کړې دې ځکه په دې وروستنو کې متقي د هند سفر په دې وجه لغوه کړو چې د ملګرو ملتونو د متقي نوم د تور لسټ څخه د لرې کولو څخه انکار کړې وو.

روس افغانستان اسلامي امارت په رسمي ډول د پیژندلو اعلان کړې دلته دا مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې په نړۍ کې روس هغه لومړې هیواد دې چې د افغانستان اسلامي امارت ی په رسمي ډول د پیژندلو اعلان کړې دې.

نورخبرونه

د افغانستان اسلامي امارت ستره سیاسي او سفارتي بریا

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *