تازه خبرونه

سوات کې د عوامي نیشنل ګوند په موتر بمي چاودنه شوې

د سوات تحصیل مټې د عوامي نیشنل ګوند مشر ممتاز علي خان په موټر برید شوې خو هغه په دې برید کې خوندي پاتې شوې
د خیبر پښتونخوا سوات سره سره نورو سیمو کې هم د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي

له دې وړاندې هم د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د عوامي نیشنل ګوند مشرانو له وسله والو لوري په نښه شوي او شهیدان شوي

سوات: د اے اين پي د مشر ممتاز علي خان پر موټربمي چاودنه شوې ده خو سرچینې وایی چې به دې برید کې هغه خوندي پاتې شوې دې

د بشپړ تفصیلاتو ترمخه د سوات د تحصیل مټې د شکردرې په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند، اې ای پي د مشر او د صوبایي اسمبلۍ پخواني امېدوار ممتاز علي خان پر موټر نژدې د سړک له غاړې ښخ کړل شوي چاودېدونکي مواد وچاودېدل. د پولیسو په وینا، ممتاز علي خان له چاودنې خوندي پاتې شوی، خو د هغه موټر ته لږ زیان رسېدلی دی.

د سوات د پولیسو مشر ،ډي پي او په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې ممتاز علي خان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل کوره وتلی و. د کور څخه شاوخوا ۳۰۰ فټه په واټن کې ایښودل شوي مواد وچاودېدل

پولیس سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلی او سیمه یې کلابنده کړې ده. د شواهدو راټولول روان دي. د لومړنۍ پلټنې له مخې، دا برید ښايي د ریموټ کنټرول په وسیله ترسره شوی وي

له پېښې وروسته د خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې ټینګ امنیتي ګامونه اخستل پیل شوي دي. د پولیسو مشر ،آیی جي  ټولو سیمه ییزو پولیس مشرانو او اړونده چارواکو ته امر کړی چې په ټول ایالت کې د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا یقیني کړي

په پېښور او نورو ضلعو کې د تعلیمي ادارو، محکمو، او د پولیسو دفترونو امنیت زیات شوی او د حساسو ادارو شاوخوا اضافي سرتېري ځای پر ځای کړل شوي دي.د پولیسو په وینا، د پېښې پلټنې روانې دي او مسؤلان به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي

نورخبرونه: وانا کیډټ کالج برید: ټول ترهګر له منځه وړل شوي

Related Articles

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *