تازه خبرونه

روس ملګرو ملتونو کې په ایران د بندیزونو مخالفت کړې دې

د ملګرو ملتونو امنیت شورای له خواه په عمومي غونډه کې د چین او روس له لوري په ایران د بندیزونو نرمښت پریکړه لیک رد کړې شو
ایران خپل اټومي پروګرام مخ ته وړلو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو سره مخ دې

ددې پریکړه لیک رد کولو وروسته به په ایران بندیزونه بیا عملي شي

په ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ۲۰۱۵ د اټومي تړون له مخې پر ایران د بندیزونو د نرمښت مودې د غځولو لپاره وړاندې شوې پرېکړه لیک تصویب نه شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چین او روس له خوا وړاندې شوې ګډه پرېکړه لیک رد کړو. د راپورونو له مخې، د پرېکړه لیک رد کېدل دا معنا لري چې د تړون له مخې له ایران څخه لیرې شوي بندیزونه به له نن ماښام څخه بېرته نافذ شي.

د ۱۵ کسیزې امنیت شورا له غړو څخه ۹ د پرېکړه لیک مخالفت وکړ، ۴ یې ملاتړ وکړ او ۲ حاضر نه وو.

د روسیې مرستیال دايمي استازي دیمتري پولیانسکي د غونډې پر مهال وویل چې هېواد یې پر ایران د بندیزونو بیا لګول په کلکه ردوي.

هغه د تهران پر ضد پرېکړه لیکونه ناقانونه او نه عملي کېدونکي وبلل او تور یې ولګاوه چې درې اروپايي هېوادونه غواړي اټومي تړون بشپړ له منځه یوسي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې دغه وضعیت غیرقانوني وبولي. هغه تور ولګاوه چې امریکا په ډیپلوماسۍ کې خیانت کړی او برتانیې، فرانس او جرمني دغه تړون خښ کړی


نورخبرونه

هند له مو د میۍ په جنګ کې ماتې ورکړې ده: وزیراعظم شهباز شریف

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *