تازه خبرونه

دیر کې ترهګریز برید: د قامي کرکټ لوبغاړي نسیم شاه پر کور ډزې شوي

دخیبر پښتونخوا لاندې دیر کې د پاکستاني کرکټر نسیم شاه پر کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي دي
...... د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي، خلکو کې ډار خپو

د قامي کرکټ لوبغاړي نسیم پر کور برید وروسته په عام اولس کې ډار خپور شوې، د برید په اړه پلټنې پیل شوي

 دیر:  په کوز دیر مایار سیمه  کې پوليسو  د هغی وروسته پلټنې پيل کړي دي چې نامعلومو وسله‌والو د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې  تېز بالر نسیم شاه پر کور ډزې وکړې. د پوليس وايي په دې پېښه کې د کور دروازه، کړکۍ او يو  اودرول شوی موټر زيانمن شوي دي.

چارواکو ويلي، بريدګر له ډزو وروسته له ځایه تښتېدلي دي. خو د قانون په ځایی  کوونکو ادارو وروسته پنځه مشکوک تنان نيولي او د پوښتنو لپاره يې بندي کړي. د سرچينو تر مخه  په مایار تانه (پوليس سټېشن) کې رسمي مقدمه درج کړی شوې ده. پوليس وایی  قامی لوبغاړی  نسیم شاه د استوګنی ځای  او شاوخوا سیمو کی  امنيتي تدابير سخت کړي او مرکزی او صوبايي ادارو سره په همغږۍ کې د نورو پېښو د مخنيوي هڅې روانې دي.

  د پوليسو وياند وويل: “زموږ لومړيتوب د عامو وګړو او نومياليو شخصيتونو امنيت دی. د پېښې عاملين به ونيول شي او قانون ته به وسپارل شي.

کوز دیر سره په پوله د ترهګرئ خطری

امنیتی پوهان وايي کوز دیر، چې د افغانستان له کنړ ولايت سره پوله لري، له اوږدې مودې راهيسې د وسله‌والو تګ راتګ او سرحدي بريدونو له ګواښ سره مخ دی. استخباراتي سرچينې وايي، د تحريک طالبان پاکستان   هغه عناصر چې د کنړ له سيمې فعاليت کوي، تر دې مخکې هم په ورته پېښو کې ککړ  پاتې شوي دي.

يو لوړپوړي امنيتي چارواکي وويل، دا برید بايد د سرحدي وسله‌وال خطر  په پراخ چوکاټ کې وکتل شي، نه چی يوازې د يوی معمولی پیښی په توګه

پوليسو سيمه کلابنده کړې او د پېښې له ځایه يې ثبوتونه او عدلي شواهد راټول کړي دي. د نسیم شاه د کور شاوخوا اضافي امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړی  شوي، او چارواکي هڅه کوي چې د بریدګرو د شبکې د موندلو لړۍ ګړندۍ کړي

چارواکي وايي، پلټنې روانې دي او ژمنه يې کړې چې د پېښې مشکوک کسان به ژر تر ژره عدالت ته وړاندی کړی شې

نورخبرونه: دیر کښې ترهګر: سي ټي ډي دوه فتنه الخوارج له منځه وړي

Related Articles

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو حکومت رد کړی او د فوري انتخاباتو غوښتنه یې کړې ده

April 21, 2026

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره مهم مذاکرات سبا په اسلام‌آباد کې پیلېږي، او د هوکړې په صورت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګډون امکان هم شته

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *