تازه خبرونه

دیر کښې ترهګر: سي ټي ډي دوه فتنه الخوارج له منځه وړي

د ترهګرو په ضد کاروایی کې د ترهګرو د ډزو له امله یو ملکي تن هم شهید شوی او پنځه پولیس افسران ټپیان شوي دي
دیر کښې ترهګر: سي ټي ډي دوه فتنه الخوارج له منځه وړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو، د امنیتي او سرکاري سرچینو په وینا ، ترهګر شتون لري او ددوی په ضد وخت په وخت ګامونه اخستل کیږي چې دوی له منځه ویوړل شی او دا سیمې خوندي شي

د خیبر پښتونخوا په اپر دیر په سیمه کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د یوې پټې استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي دي

سرچینو تاید کړې چې د فتنه الخوارج په ضد دې کاروایی په ترڅ کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د سي ټي ډي په وینا، وژل شوي ترهګر یوه اونۍ وړاندې د پولیسو پر موبایل د برید په پېښه کې ککړ وو چې وس له منځه وړل شوي دي

د ترهګرو د ډزو له امله یو ملکي تن هم شهید شوی او پنځه پولیس افسران ټپیان شوي دي. ټپیان سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي

شهید شوی ملکي تن، یار محمد، د جنازې مونځ د دیر بالا پولیس په مرکزي دفتر کې د حکومتي اعزاز سره ترسره شوه

په دې موقع د پولیسو اهلکار چمتو ټولي د شهید مړي ته د درناوي لپاره سلامي وړاندې کړه

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *