تازه خبرونه

ديني عالمانو پاکستان کې ځانمرګي برید غیراسلامي او غیرشرعي ګرځولې

تنظیمات اهلسنت والجماعت ۵۰۰ عالمانو یوه ګډه اعلامیه ،فتوی کې ویلي دي چې پاکستان او اسلام یو بل سره تړلي دي او دلته خودکش بریدونه حرام دي
د پاکستان تنظیمات اهلسنت دا مهمه اعلامیه په داسې وخت کې راغلې ده چې په خیبرپښتونخوا او پلازمینه اسلام آباد کې یو شمیر ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي

د پاکستان تنظمیات اهلسنت له نړیوالو هم غوښتنه کړې ده چې په فلسطین کې دې د غزه پر مسلمانانو له اسرایل لوري ظلمونه ودروي فایل فوټو

د پاکستان تنظیمات اہل سنت والجماعت له ۵۰۰ زیاتو مفتیانو او دیني  عالمانو د یوې ګډې اعلامیی او  فتوی خپرولو سره ویلي دي چې پاکستان یو اسلامي هیواد دې او په دې هیواد کې ځانمرګي بریدونه غیرشرعي او حرام دي

د  پاکستان دیني عالمانو په هیواد کې ځانمرګي بریدونه، بمي چاودنې او د بې ګناه خلکو وژل په کلکه حرام، ناجایز او لوی ګناه بللې ده او دا ی یو غیرشرعي او غیر اسلام کار ګرځولې دې

دیني عالمانو  طالبانو ته سخت پیغام ورکولو سره ویلي دي چې د طالبانو له خوا هند او اسرائیل سره اړیکې او جوړجاړې  د اسلام لوی مخالفت او سرغړونه ده او دا یو دیر سخت غندنې وړ کار دې

د فلسطین غزه مسلمانانو په اړه هم دیني عالمانو ویلي دي او له نړیوالو ضامنو څخه غوښتنه شوې ده چې د اسرائیلو وحشت ودروي او د غزه بې وسه مسلمانانو له دې تحفظ ورکړي

 مذهبي او اسلامي کارپوهان وایی چې دا علامیه او  فتویٰ د پاکستان د بېلابېلو مکاتب فکر اہل سنت علمانو لوري خپره شوي دي او ددې لارې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځول شوي دي

نورخبرونه

 پاکستان کې د دیني عالمانو مشر مولانا طاهر اشرفي افغانستان حکومت ته مهم پیغام ورکړې

د متقي هند ته سفر :د عقیدې او سیاست یو نوې پیل

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *