تازه خبرونه

 پاکستان کې د دیني عالمانو مشر مولانا طاهر اشرفي افغانستان حکومت ته مهم پیغام ورکړې

مولانا طاهر اشرفي د افغانستان ط ا ل ب مشرانو له پیغام ورکړې چې تاسو زمونږ شاګردان ی،نه چې تاسو زمونږ استاذان
د پاکستان دیني عالمان په ملک کې د نا امنیو په ضد فتوی ورکولو په اړه راټول شوي وو

دیني عالمانو ویلي دي چې د افغانستان ط ا ل ب مشر هم په پاکستان کې جنګ او جهاد ناروا کار بللې دې

اسلام آباد: د پاکستان دیني عالمانو مشر طاهر اشرفي په پاکستان کې د ناامنيو جوړونکو خلاف د فتوا ورکولو لپاره د پوځ لخوا د ملايانو راټولې شوې غونډې ته د وينا پر مهال افغان طالبان مخاطب کړي، چې تاسو زموږ شاګردان ياست، نه زموږ استاذان چې زموږ خلاف د جګړه کوونکو مرسته کوئ. 

نوموړي طالب مشران مخاطب کړل او ورته يې وويل، موږ په تېرو څلویښتو کلونو کې ستاسو لپاره ډېره قرباني ورکړې ده. ستاسو د ازادۍ جګړې زموږ په فتوا او همکارۍ شوې دي. موږ تاسو ته د يو ورور او اسلامي ملک په سترګه کتلي، خو تاسو موږ ته ترهګر استوئ او زموږ ماشومان پرې وژنئ: «زموږ ځوانانو ستاسو د دغې ازادۍ ګټلو لپاره خپله وينه قرباني کړې ده. 

اوس به فيصله تاسو کوئ چې په کومه خوا ودرېږئ. د هند او اسرايیلو او که د پاکستان ؟

دغه پاکستاني ملا چې طالبانو يې په فتوا په افغانستان کې تېر شل کاله جګړه ګرمه ساتلې وه د افغان طالبانو ته ور په ګوته کړه چې تاسو له هند غټان نه ياست. تاسو له اسرائيلو ډېر قوي نه ياست. تاسو چې کومه جګړه ګټلې زموږ د قربانيو له وجې مو ګټلې ده. نوموړي وایی چې په خدای قسم دا خبره ستاسو مشرانو ته معلومه ده. که پرې خبر نه ياست له هغوی يې وپوښتئ.

هغه اوویل چې که موږ ستاسو جګړه کولای شوه، نو آيا د خپل ملک دفاع نشو کولی؟ عجيبه خبره ده! تاسو زموږ وروڼه ياست، موږ ستاسو لپاره ډېره قرباني ورکړې ده او نور درته وايو چې بس کړئ. ستاسو لپاره موږ فتوې ورکړې دي، خو عجيبه ده چې هغه کسان چې  قول هو الله ی زمونږ څخه  زده کړې  نن زموږ خلاف فتوې ورکوي؟ .

مولانا طاهر اشرفي په دې غونډه کې طالب مشرانو ته په غوسه وويل، اوس تاسو موږ ته فيصله کوئ، چې زموږ د هېواد قانون شرعي ندی؟ موږ ستاسو شاګردان نه يو، تاسو زموږ شاګردان ياست، هغه اوویل چې که زموږ تقي عثماني صاحب دا ثابته نکړه، چې زموږ د ملک قانون شرعي دی او له ډېرو لويو اسلامي هیوادونو زيات اسلامي ندی، نو بيا به زه ستاسو د مشرانو خبره ومنم. دا زموږ ملک دی او موږ به يې فيصله کوو، تاسو څوک ياست چې زموږ د ملک فيصله به کوئ؟ تاسو خپل تاريخ ولولئ.

نوموړی اوویل او ټینګار ی وکړو چې  زموږ د ملک لپاره مولانا سمیع الحق شهيد شوی، مفتي نظام الدين مو شهيد شوی. زموږ پوځيان شهيدان کېږي، موږ پرې يو بل ته مبارکي وايو، ماتم پرې نه کوو. موږ دا ټول د دې ملک لپاره شهيدان ورکړي دي. زموږ هر نسل له خپل پوځ سره ولاړ دی. .

په پای کې هغه د طالبانو رژيم ته خبرداری ورکړ، چې که پخپله خاوره کې زموږ خلاف د جنګېدونکو وسله والو د مهار استعداد نلرئ، بيا موږ ته اجازه راکړئ، موږ يې ډېر ښه مهارولی شو او د شهباز شریف هغه خبره يې بيا تکرار کړه، چې يا موږ سره ودرېږئ او يا زموږ له دښمنانو سره. دلته دا خبره مهمه ده او باید چې یادونه وشي چې نوموړی دغه ادعا داسې مهال کوي، چې همدا اوس د طالبانو د مخپټي مشر ملا هبت الله په امر پاکستان کې جهاد ناروا ګرځول شوي دې او هغغه وایی چې هېڅ جنګيالی اجازه نلري د جګړې لپاره پاکستان ته واوړي. 

نور خبرونه

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو د سرقیمتونه ټاکل شوي

Related Articles

په افغانستان کې د القاعده برصغیر (AQIS) د طالبان په ملاتړ خپل روزنیز کمپونه او تنظيمي جوړښت پراخ کړی دی. راپورونه ښيي چې په دې لړ کې د تر ټولو خطرناکو بهرنیو ترهګرو بېرته راتګ شوی او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو ترمنځ پیاوړي اړیکې ټینګې شوې دي، چې دا چاره د سیمې لپاره جدي امنیتي اندېښنې راولاړوي

February 15, 2026

که دولت د پرمختیايي پروژو ترڅنګ د ځوانانو فکري ساتنه او سمې معلوماتو برابرولو کې پاتې راشي،

February 14, 2026

دغه اعتراف د طالبانو هغه اوږدمهاله ادعا رد کړه چې هغوی یې هڅه کوله نړیوالو ته دا انګېرنه ورکړي چې د دوی او القاعده په څېر سازمانونو ترمنځ اوس نور هېڅ اړیکه نشته

February 14, 2026

د بلوچستان او خیبرپختونخوا وروستیو بریدونو ته په اشاره، هغه د ملکي وګړو، تاسیساتو او امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو غندنه وکړه. هغه وویل چې ترهګرۍ ته هیڅ توجیه نشته او هغه عناصر چې د دې لپاره نرم دریځ لري، په حقیقت کې ملي یووالي ته زیان رسوي

February 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *