د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري نن له ۲۵ اپرېل څخه د اووه ورځني رسمي سفر لپاره چین ته روانېږي، چې تر ۱ مې پورې به دوام ولري. د بهرنیو چارو وزارت وایي دا سفر د اقتصادي او تجارتي همکاریو د پراختیا لپاره مهم دی.د سفارتي اړیکو ۷۵مه
دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان او چین د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۵مه کلیزه لمانځي، چې له امله یې ځانګړی اهمیت لري
زرداري به لومړی د ۲۵ څخه تر ۲۷ اپرېل پورې د هنان ولایت په چانګشا ښار کې وي او بیا له ۲۸ اپرېل څخه تر ۱ مې پورې د هائنان په سانیا ښار کې پاتې کېږي. هغه به له سیمهییزو او لوړپوړو چینایي چارواکو سره لیدنې وکړي
اقتصادي او ستراتیژیک تمرکز
د لیدنو اصلي تمرکز به د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراخول او د چین پاکستان اقتصادي دهلېز (سيپیک) پروژو ګړندۍ کول وي. دواړه هېوادونه غواړي خپلې ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې کړي
د پخوانیو سفرونو اغېز
تېر کال هم د زرداري چین ۱۰ ورځنی سفر کړی و، چې په پایله کې یې د زراعت، دفاع، انرژۍ او رېلویز په برخو کې شپږ تړونونه لاسلیک شوي وو. تمه ده چې په دې سفر کې به د پخوانیو تړونونو پرمختګ او نوي همکاریز فرصتونه وڅېړل شي