د بیان له مخې، ولسمشر ټرمپ به د چهارشنبې ماښام بېجینګ ته ورسېږي، چې هلته به د چین لوړپوړې مشرتابه د هغه تود هرکلی وکړي د پروګرام له مخې، د پنجشنبې په ماښام د هغه په درناوي رسمي مېلمستیا هم ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو مشران به پکې ګډون ولري
ګډ تجارتي او پانګونې بورډ جوړولو هڅې
وائټ هاوس ویلي چې د دې سفر اساسي هدف د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د همکارۍ نوي لارې موندل دي. په دې سفر کې به د “مشترک تجارتي او پانګونې بورډ” د جوړېدو پر موضوع هم کار وشي، څو د دواړو هېوادونو سوداګري منظم شي
همدارنګه د فضایي چارو، زراعت او انرژۍ په مهمو برخو کې د همکارۍ پراخولو په اړه تفصیلي خبرې اترې هم پلان شوې دي نړیوال شنونکي دا سفر د نړیوال اقتصاد او سوداګریز ثبات لپاره مهم بولي