تازه خبرونه

ټرمپ د ایران او سولې په منځګړیتوب کې د پاکستان رول ستایلی

ولسمشر ټرمپ د روان کړکېچ پر مهال څو ځله د پاکستان د مثبت رول ستاینه کړې ده او په وروستیو څرګندونو کې یې منلې چې د پاکستان د هڅو له امله سیمه له یوې لویې جګړې خوندي پاتې شوې ده
د پاکستان دا زیاتېدونکی اهمیت او د ټرمپ ستاینې نړیواله کچه کې د اسلام‌آباد سیاسي او پوځي وقار بې‌سارې لوړ کړی دی

د پاکستان دا زیاتېدونکی اهمیت او د ټرمپ ستاینې نړیواله کچه کې د اسلام‌آباد سیاسي او پوځي وقار بې‌سارې لوړ کړی دی

امریکہ او ایران ترمنځ د روانې ترینګلتیا او جګړې په حالت کې پاکستان د یوه مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په مستقیمې غوښتنې نه یوازې له ایران سره د اوربند موده غځولې، بلکې اوس پاکستان یو ستر ستراتیژیک شریک ګڼي

د ټرمپ ستاینه

د “دی هیل” او نورو نړیوالو راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ د پاکستان له ملکي او پوځي مشرتابه، په ځانګړي ډول د فیلډ مارشل عاصم منیر له کارکردګۍ څخه ډېر متاثر شوی دی. ویل کېږي چې هغه د پاکستان وروستۍ لاسته راوړنې ډېرې ستایي

د پاکستان دفاعي ځواک

راپورونه وایي چې ټرمپ په شخصي محفلونو کې د پاکستان د پوځي ځواک ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا یو کوچنی هېواد دی خو د هند پر وړاندې یې قوي دریځ غوره کړی دی. دا خبرې د پاکستان د دفاعي ځواک د اعتراف په توګه لیدل کېږي

منځګړیتوب او نړیوال رول

ټرمپ په روان بحران کې څو ځله د پاکستان د مثبت رول ستاینه کړې او منلې یې ده چې د پاکستان د هڅو له امله سیمه له یوې لویې جګړې ژغورل شوې ده. د هغه په نظر پاکستان د یوې مسؤلې اټومي ځواک په توګه خپل دیپلوماتیک رول په ښه ډول ادا کړی دی

نوی نړیوال مقام

د پاکستان د منځګړیتوب له امله نه یوازې د منځني ختیځ د لویې جګړې خطر کم شوی، بلکې د امریکا سره د اړیکو یو نوی باب هم پرانیستل شوی دی. د ټرمپ تکراري ستاینې ښيي چې هغه اوس پاکستان په جنوبي اسیا کې خپل یو باوري شریک ګڼي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *