تازه خبرونه

ایران اوربند ته راضي شو، ټرمپ له خبریالانو سره خبرې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څرګندو ټکو اعتراف وکړ چې هغه شخصاً د ایران سره د اوربند له دې پرېکړې سره هېڅ موافق نه و، خو د پاکستان له لوري د صادقانه سفارتي هڅو او منځګړیتوب له امله یې دا پرېکړه تایید کړه
د هغه په وینا، “موږ دا لوی ګام د پاکستان سره د خپلو قوي اړیکو او د هغوی د غوښتنې د درناوي لپاره پورته کړی دی.

د هغه په وینا، “موږ دا لوی ګام د پاکستان سره د خپلو قوي اړیکو او د هغوی د غوښتنې د درناوي لپاره پورته کړی دی.

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو جنجالي انکشاف کړی چې امریکا له ایران سره اوربند یوازې او یوازې د پاکستان د خاطر او د هغه د درناوي لپاره منلی دی. هغه د چین له رسمي سفره د راستنېدو پر مهال د صدارتي الوتکې “ایرفورس ون” کې له خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې د منځني ختیځ پر وروستي وضعیت او سفارتي هڅو تفصیلي خبرې وکړې

ولسمشر ټرمپ په څرګندو ټکو ومنله چې هغه شخصاً له ایران سره د اوربند له دې پرېکړې سره هېڅ موافق نه و، خو د پاکستان له لوري د صادقانه سفارتي هڅو او منځګړیتوب له امله یې دا پرېکړه تایید کړه. د هغه په وینا، “موږ دا لوی ګام د پاکستان سره د خپلو قوي اړیکو او د هغوی د غوښتنې د درناوي لپاره پورته کړی دی

د خبرو پر مهال د امریکا ولسمشر د پاکستان د مشرتابه او خلکو ستاینه هم وکړه. هغه وویل چې پاکستانیان ډېر ښه او باوقاره خلک دي، او په ځانګړي ډول د هغه ځای فیلډ مارشل او لومړي وزیر په دې ټول بهیر کې مهم رول لوبولی دی

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *