د تاجکستان د صغد ولایت کې د افغان کډوالو پر ضد ناڅاپي او پراخ عملیات پیل شوي دي. د تازه معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې افغان کډوال په زور له خپلو کورونو ایستل شوي او د حکومتي چارواکو تر څار لاندې نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. دې ناڅاپي اقدام په تاجکستان کې د مېشتو افغانانو او د بشري حقونو سازمانونو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي
جنایي قضیه
د راپورونو له مخې د دې سختو اداري اقداماتو شالید په خجند ولایت کې د یوې جنایي پېښې سره تړاو لري. ویل کېږي چې د یوې ښځې د قتل په شک کې یو افغان وګړی نیول شوی و، چې له دې وروسته سیمهییزو چارواکو د ټولې سیمې د افغان کډوالو پر ضد تادیبي عملیات پیل کړل. سرچینې وایي دا کسان د امنیتي دلایلو په نوم له کورونو ایستل شوي، خو کډوال دا اقدام انتقامي بولي
جبري ایستنې اندېښنې
که څه هم تاجک چارواکو د دې کسانو د وروستي ځای په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو ځینې غیر تایید شوي راپورونه ښيي چې دوی بېرته افغانستان ته ستنول شوي دي. که دا معلومات تایید شي، نو دا به د نړیوالو قوانینو له مخې د کډوالو د حقونو جدي سرغړونه وي
د طالبانو دریځ
د دې پېښې په اړه د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د بهرنیو چارو وزارت د چوپتیا له امله د کډوالو کورنۍ د خپلو عزیزانو د برخلیک او ځای په اړه سختې اندېښنې لري
کابل کې د ملکي تاسیساتو پوځي استعمال او د طالبانو ګمراه روایت