تازه خبرونه

ډیورنډ کرښه یو نړیوال پوله ده افغانستان ته باید واقعبینانه چلند خپل کړي

هغه واضح کړه چې ۱۳۳ کلنه تاریخ او معتبرو اسنادو ثبوت دی چې دا سرحدي موضوع بشپړه توګه حل شوې ده. هغه له افغان سیاسي کړیو وغوښتل چې د احساساتي سیاست پر ځای واقعي حقایق ومني او له پاکستان سره اړیکې د صداقت او همکارۍ پر بنسټ جوړې کړي
پخواني والي د بامیان وویل چې د ډیورنډ کرښې منل د افغانستان په ګټه دي او دا مسئله بیا راپورته کول د افغان ولس لپاره زیانمنه ده

پخواني والي د بامیان وویل چې د ډیورنډ کرښې منل د افغانستان په ګټه دي او دا مسئله بیا راپورته کول د افغان ولس لپاره زیانمنه ده

افغانستان نامتو سیاسي مشر او پخوانی د اطلاعاتو او کلتور وزیر محمد طاهر زهير د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه رسمي او نړیواله منل شوې پوله وبلله هغه وویل چې ۱۳۳ کلن تاریخ او معتبر اسناد دا ثابته وي چې دا سرحدي موضوع بشپړه حل شوې ده، او د احساساتي سیاست پر ځای باید واقعي حقایق ومنل شي

د تاریخي اسنادو یادونه

هغه زیاته کړه چې د ډیورنډ کرښې په اړه ځینې ادعاوې بې بنسټه دي او یوازې د سیاسي ګټو او ولسي احساساتو د پارولو لپاره کارول کېږي. طاهر زهير له افغان سیاسي کړیو وغوښتل چې له پاکستان سره اړیکې د صداقت او همکارۍ پر بنسټ جوړې کړي

د راتلونکې تګلاره

هغه دا هم وویل چې په پاکستان کې مېشت میلیونونه پښتانه د تعلیم، امنیت او اسانتیاوو څخه برخمن دي، نو ولې به د داسې نظام برخه شي چې هلته د ښځو حقونه محدود دي. په پای کې یې ټینګار وکړ چې د ډیورنډ کرښه باید ومنل شي او له ګاونډیو هېوادونو سره قوي اړیکې د افغانستان د پرمختګ او سیمې د سولې لپاره اړینې دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *