تازه خبرونه

سلهاټ ټېسټ دوهمه ورځ؛ پاکستان د بنګله دېش ۲۷۸ منډو په ځواب کې له ستونزو سره مخ دی

پاکستاني توپ وهونکي ژر اوټ شول؛ ۴ ویکټې په ۷۹ منډو کې وغورځېدې

سلهاټ: د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په سلهاټ کې روان د دوهم ټېسټ میچ په دوهمه ورځ د پاکستان لومړۍ اننګز بیټنګ روان دی خو د بنګله دېش توپ اچوونکو منظم او محتاط بالینګ د پاکستان ټاپ آرډر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی

د لوبې په دوهمه ورځ پاکستان خپله اننګز له ۲۱ منډو پرته له کوم ویکټ پیل کړه خو دواړه اوپنران ژر اوټ شول؛ اذان اویس ۱۳ او عبدالله فضل ۹ منډې وکړې

وروسته کپتان شان مسعود ۲۱ او سعود شکیل ۸ منډو سره وسوځېدل او د پاکستان څلورمه ویکټ په ۷۹ منډو کې ولوېده

تر دې مخکې د بنګله دېش ټیم په لومړۍ اننګز کې ۲۷۸ منډې کړې وې چې لټن داس ۱۲۶ منډې جوړې کړې وې؛ پاکستان لپاره خرم شهزاد ۴ ویکټې، محمد عباس ۳، حسن علي ۲ او ساجد خان ۱ ویکټ اخیستې وه

یادونه دا ده چې پاکستان کپتان شان مسعود ټاس ګټلی و او بنګله دېش ته یې د بیټنګ بلنه ورکړې وه او په سیریز کې کوربه بنګله دېش ۱–۰ برتري لري

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *