پاکستان د قبایلي سیمو کې په عمومي ډول د ژوند نظام د ګډوډۍ ښکار ښکاري. هلته مېشت خلک د تعلیم، روغتیا او عدلي نظام په ګډون بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. له لرې پرتو او وروسته پاتې سیمو خلک د بنسټیزو اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه وهي، حال دا چې همدلته بېوزلي په لوړ حد کې ده او د ورځنیو اړتیاوو پوره کول هم لوی چلنج ګرځېدلی دیقبایلي سیمو ستونزې
قبایلي سیمو ستونزې
خو د همدې ستونزو ترمنځ جنوبي وزیرستان یوه داسې د طبیعي ښکلا نه ډکه سیمه ده چې غرونه، شنې درې او تازه هوا یې ځانګړې پېژندنه جوړوي. دلته خلک د مېلمهپالنې، غیرت او دیني تړاو له امله ځانګړی فرهنګي هویت لري. مېرمنې د حیا او پردې ځانګړی خیال ساتي او د کورنیو چارو ترڅنګ په بېلابېلو مسؤلیتونو کې خپل رول ادا کوي. دا سیمه د خپل کلتوري ښکلا او اخلاقي ارزښتونو له مخې یوه روښانه بېلګه ګڼل کېږي، خو له بده مرغه د بنسټیزو خدماتو، په ځانګړي ډول د انصاف د برابر لاسرسي له محرومیت سره مخ ده
حقیقت دا دی چې د جنوبي وزیرستان خلک په اوسني پرمختللي دور کې له یوه جدي ستونزې سره مخ دي، ځکه عدلي نظام د ضلعې دننه نه بلکې په ټانک کې فعالیت کوي. د دې له امله د قضیو اړوند خواوې، وکیلان، شاهدان او ملزمان د هرې حاضرۍ لپاره اوږد واټنونه وهي. دا وضعیت نه یوازې د سفر لګښتونه زیاتوي، بلکې د استوګنې، خوراک او نورو اړتیاوو په برخه کې هم خلکو ته دروند مالي بار جوړوي
د عدلي نظام ستونزه
غریب طبقه او په کوچنیو قضیو کې ښکېل کسان تر ټولو زیات اغېزمن کېږي، ځکه تکراري حاضرۍ او د اورېدنو ځنډ د دوی ستونزې نورې هم زیاتوي. په دولتي کچه هم د ترانسپورت او امنیتي چارو لګښتونه لوړېږي، چې په نتیجه کې یو داسې نظام رامنځته شوی چې هم ګران دی او هم کم اغېزمن دا حالت د انصاف د لاسرسي پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی او خلک له خپل بنسټیز حق څخه محروموي
د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې په جنوبي وزیرستان کې دایمي ضلعي عدلیه جوړه شي، څو سول او فوجداري محکمې په سیمه کې فعاله شي. تر هغه وخته پورې موقتي حل په توګه موبایل کورټونه یا سرکټ بینچونه کارول کېدای شي، څو قاضیان په خپله سیمه کې د قضیو اورېدنې ترسره کړي
حل لارې
همدارنګه د عصري اړتیاوو له مخې د ویډیو لینک له لارې آنلاین حاضرۍ نظام هم عملي کېدای شي، چې له امله به یې د سفر اړتیا کمه شي. ورسره د عدلي عملې، بنسټیز زیربنا او امنیتي اسانتیاوو برابرول هم ضروري دي، څو دا نظام په مؤثر او دوامدار ډول پر مخ ولاړ شي. حکومت ته پکار ده چې دې مسئلې ته جدي او لومړیتوب ورکړي، ځکه د انصاف آسان لاسرسی نه یوازې د خلکو حق دی بلکې د سیمې د ثبات او د قانون د حاکمیت لپاره هم حیاتي اهمیت لري