تازه خبرونه

د باجوړ په برید کې ښکېل دوهم ځانمرګی بریدګر هم افغان تبعه ثابت شو

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود
د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر پېژندنه هم د یوه افغان تبعه په توګه شوې ده، چې ویل کېږي په تېرو کې د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر پېژندنه هم د یوه افغان تبعه په توګه شوې ده، چې ویل کېږي په تېرو کې د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د ډمانګي کمپ پر وروستي خونړي ترهګریز برید د تحقیقاتو په ترڅ کې مهم پرمختګ شوی او د برید دوهم ځانمرګی بریدګر هم د یوه افغان تبعه په توګه پېژندل شوی دی

د راپورونو له مخې، د دغه بریدګر نوم بیت الله مشهور په عاکف دی او د افغانستان د وردګو ولایت اوسېدونکی بلل شوی. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خپل رسمي بیان کې نوموړی د “حنین” په نوم یاد کړی دی. څېړنیزو ادارو څرګنده کړې چې بیت الله پخوا د افغان طالبانو منظم غړی هم پاتې شوی و

د خپرو شویو انځوریزو شواهدو له مخې، بیت الله په یوه انځور کې د افغانستان دننه پر یوې پوځي پوستې لیدل کېږي، او په بل انځور کې د دې برید له لومړي ځانمرګي بریدګر جلال الدین مشهور په سجاد سره یوځای ښکاري

د راپورونو له مخې، نوموړی د ټي ټي پي د ځانګړي ځانمرګي واحد ځانګړی سر بند هم پر سر لري، چې دا د دې ادعا ملاتړ کوي چې د باجوړ برید په پلان جوړونه او عملي کولو کې د افغان خاورې او افغان اتباعو څخه استفاده شوې ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *