تازه خبرونه

سان ډیاګو برید د اسلاموفوبیا پېښه بلل شوې؛ د مسلمانانو د خوندیتوب غوښتنه شوې

مسجدونه په نښه کول د مذهبي ازادۍ او انساني وقار خلاف عمل دی
آنلاین نفرت نور یوازې شور نه شي ګڼل کېدای

آنلاین نفرت نور یوازې شور نه شي ګڼل کېدای

سان ډیاګو
د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سان ډیاګو ښار کې د اسلامي مرکز په جومات کې د ډزو په یوه ډېره غمجنه پېښه کې ۳ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا د پېښې له ځایه نږدې له یوې موټر څخه د دوو مشکوکو کسانو مړي هم ترلاسه شوي دي. پولیسو او قانون نافذو ادارو د ۱۹ مې ۲۰۲۶ دا برید د نفرت جرم په توګه تر څېړنې لاندې نیولی دی

د دفاعي او ټولنیزو کارپوهانو په وینا دا برید د اسلاموفوبیا او مسلم ضد کرکې خطرناک ثبوت دی چې د نړیوال امن او ګډ ژوند لپاره جدي ګواښ جوړ شوی دی

اسلاموفوبیا


آنلاین او ټولنیزو رسنیو کې د مسلمانانو پر ضد خپرېدونکې کرکه او افراطي بیانونه نور یوازې “آنلاین شور” نه شي ګڼل کېدای، ځکه همدا ډیجیټلي نفرت په حقیقي نړۍ کې د تشدد سبب ګرځي. د جوماتونو او عبادت ځایونو په نښه کول د مذهبي ازادۍ، انساني وقار او د زغم له نړیوالو ارزښتونو سره په ټکر کې دي

نړیوال اقدام او د نفرت ضد ګډه مبارزه


نړیواله ټولنه اوس باید دا ومني چې زیاتېدونکې مسلم ضد کرکه او نژادپرستي د بې‌ګناه خلکو د وژنې لامل ګرځي. دا پېښه د پاکستان د اوږدمهاله دریځ تایید کوي چې تل یې د اسلاموفوبیا او د انټرنیټ له لارې د خپرېدونکي نفرت پر ضد غږ پورته کړی دی

کارپوهان وايي سیاسي قطب بندي، ګمراه کوونکې معلومات او د مسلمانانو منفي تصویر د داسې چاپېریال سبب کېږي چې افراطي تشدد ته لار هواروي. له همدې امله اوس وخت رارسېدلی چې حکومتونه، رسنۍ او ټکنالوژي شرکتونه د اقلیتونو پر ضد د نفرت د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه په بریدونو خاموشي د بشري حقونو اصول زیانمنوي او د جوماتونو خوندیتوب د نړۍ ګډ مسوولیت ګرځېدلی دی

Related Articles

نواز شریف وویل چې د پاکستان او ازبکستان اړیکې د پیاوړو تاریخي اړیکو پر بنسټ ولاړې او ډېرې قوي دي

May 19, 2026

۲۵ پاکستانی زده‌کوونکي د یو کلن روزنیز پروګرام لپاره ووهان کالج ته تللي دي

May 19, 2026

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *