تازه خبرونه

کراچۍ: رایان حبیب په ۱۵ ساعتونو کې د “آیرن مین” ټرای ایتلون بشپړ کړ

رایان حبیب د وودلینډز جهيل په ۲۴ درجې سانتي ګراد سړو اوبو کې د ۳.۸ کیلومتره لامبو لومړی پړاو په ۱ ساعت او ۴۵ دقیقو کې بشپړ ک
آیرن مین چیلنج د خپلو سختو شرایطو له امله مشهور دی، چې پکې لوبغاړي باید بې له وقفې درې بېلابېل پړاوونهترسره کړي

آیرن مین چیلنج د خپلو سختو شرایطو له امله مشهور دی، چې پکې لوبغاړي باید بې له وقفې درې بېلابېل پړاوونه ترسره کړي

ټیکساس: د کراچۍ ۱۹ کلن ورزشکار رایان حبیب احمد د نړۍ له سختو لوبو څخه شمېرل کېدونکی “آیرن مین ټرای ایتلون” بشپړ کړ او د تر ټولو کم عمره پاکستانی آیرن مین لقب یې ترلاسه کړ. د ټیکساس ایالت په ښار “دی ووډ لینډز” کې په دې نړیواله سیالۍ کې هغه ۲۲۶.۳ کیلومتره واټن په ۱۵ ساعتونو، ۲۰ دقیقو او ۶ ثانیو کې بشپړ کړ او تاریخ یې جوړ کړ۔

آیرن مین چیلنج د خپلو سختو شرایطو له امله مشهور دی، چې پکې لوبغاړي باید پرته له وقفې درې بېلابېل پړاوونه ترسره کړي۔

لومړی پړاو: لامبو وهل

رایان د ووډ لینډز جهيل په ۲۴ درجې سانتي ګراد سړو اوبو کې ۳.۸ کیلومتره لامبو په ۱ ساعت او ۴۵ دقیقو کې بشپړه کړه په دوهم پړاو کې یې د هارډي ټول روډ پر ۱۸۰ کیلومتره بایسکل چلاوه او دا سخت سفر یې په ۷ ساعتونو او ۲۷ دقیقو کې ترسره کړ

درېیم پړاو: بشپړه ماراتون منډهوروستي پړاو کې یې ۴۲.۲ کیلومتره ماراتوني منډه په ۵ ساعتونو او ۳۸ دقیقو کې بشپړه کړه او د فنش لاین ته ورسېد د واټر وې ایونیو پر فنش لاین رایان د شین هلالي بیرغ په رپولو سره خپله بریا ولمانځله۔

د رایان پیغام

هغه وویل چې دا د ژوند تر ټولو سخته تجربه وه او هدف یې د پاکستاني ځوانو لوبغاړو الهام ورکول دي د آیرن مین ټیکساس ۲۰۲۶ کټ آف وخت ۱۷ ساعته و، خو رایان دا سیالي له ټاکلي وخت مخکې بشپړه کړه او خپل جسماني او ذهني ځواک یې ثابت کړ۔

د شارجه شاهي کورنۍ د فدرالۍ پر ضد اندېښنه څرګنده کړه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *