بیجینګ:د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له مهم سفر یوازې څلور ورځې وروسته د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په رسمي سفر بیجینګ ته رسېدلی دی
په هوایي ډګر کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د پوتین هرکلی وکړ، او چینایي پوځ هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې کړ، همدارنګه ځوانانو د دواړو هېوادونو بیرغونه پورته کړي وو
د چین او روس د دوستۍ تړون ۲۵مه کلیزه
دا د ولسمشر پوتین د چین ۲۵م سفر دی چې د چین او روس د “ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ تړون” د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي، او دا تړون د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو مهم بنسټ بلل کېږي
د ټرمپ او پوتین د سفارتي پروټوکولونو پرتله
د چین رسنیو د دواړو مشرانو لپاره د پروټوکولونو توپیر ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د راپورونو له مخې پوتین به د دیاویوتای دولتي مېلمستون کې پاتې شي چې د بهرنیو مشرانو لپاره یو مهم او رسمي ځای ګڼل کېږي
بل لور ته د امریکا ولسمشر ټرمپ د چین د مرستیال ولسمشر هان ژینګ له لوري هرکلی شوی و او هغه په بیجینګ کې یو شخصي پنځه ستوریز هوټل کې اوسېدلی و
د ټرمپ د سفر پای د ژونګ نان های په ځانګړي حکومتي باغ کې د چای او کاري غرمې ډوډۍ سره شوی و، چې ډېر لږ بهرني مشران ورته لاسرسی لري
د چین، امریکا او روس اړیکو ته د شنونکو کتنه
چینایي شنونکي وایي چې دا بېلابېل سفارتي پروټوکولونه د بیجینګ، واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو اصلي بڼه څرګندوي
د دوی په وینا د امریکا او چین ترمنځ د سیاسي او تجارتي کړکېچ له امله ټرمپ ته ځانګړی غیر روایتي پروټوکول ورکړل شوی ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې شي
بل لور ته د پوتین لپاره د بهرنیو چارو وزیر په کچه هرکلی او په رسمي دولتي مېلمستون کې استوګنه د چین او روس ترمنځ د ژور ستراتیژیک باور نښه بلل کېږي
تمه ده پوتین به خپل رسمي سفر د چهارشنبې په ورځ د تیانانمن څلورلارې په ځانګړې مراسمو سره پیل کړي او وروسته به له شي جن پینګ سره مهمه لیدنه ترسره کړي
نور ولولئ
پاکستان-چین ډیجیټل شراکت کې نوی پرمختګ؛ ای کامرس وده او د زدهکوونکو وفد چین ته تللی