تازه خبرونه

پرنس رحیم الحسینی آغا خان د گلګت بلتستان سفر؛ د بین‌المسالک همغږۍ او ملي ویاړ نښه وګرځېد

د پرنس رحیم آغا خان دا سفر د فرقوي اختلاف، کرکې او ویش د منفي بیانیې پر ضد یو قوي او روښانه ملي پیغام ګرځېدلی دی
په دې کې یوازې اسماعیلي ټولنه نه، بلکې اهلِ سنت، اهلِ تشیع او نور ټول مذهبي مکتبونه هم په مساوي خوښۍ، جوش او عقیدت سره برخه لري

په دې کې یوازې اسماعیلي ټولنه نه، بلکې اهلِ سنت، اهلِ تشیع او نور ټول مذهبي مکتبونه هم په مساوي خوښۍ، جوش او عقیدت سره برخه لري

گلگت: د پرنس رحیم الحسینی آغا خان سفر د گلگت بلتستان ټول سیمه د جشن، بې‌ساري مینې، ورورولۍ او مذهبي روادارۍ په ښکلو رنګونو رنګ کړې ده

له گلگته تر بلتستانه او له دیامیر څخه تر هنزه پورې هر ښار، بازار او لویه لاره د ملي یووالي او همغږۍ ښکلی انځور وړاندې کوي

مذهبي همغږي او ګډ ګډون


د دې تاریخي او روحاني سفر تر ټولو ښکلی اړخ دا دی چې پکې یوازې اسماعیلي ټولنه نه، بلکې اهلِ سنت، اهلِ تشیع او نور ټول مذهبي مکتبونه هم په مساوي خوښۍ او درناوي سره برخه لري، چې دا د گلگت بلتستان د امن او مهذب ټولنې روښانه مثال دی

سیاسي او ټولنیز مبصرین وایي چې د پرنس رحیم آغا خان دا سفر د فرقوي اختلاف، کرکې او ویش د منفي بیانیې پر ضد یو قوي او روښانه ملي پیغام ګرځېدلی دی

فلاحی خدمات او ملي ویاړ


د اغا خان ډویلپمنټ نیټ ورک لخوا په تعلیم، روغتیا، زېربناوو، د ښځو د ځواکمنتیا او فلاحی برخو کې اوږدمهاله خدماتو د خلکو په زړونو کې ځانګړی مقام جوړ کړی دی، له همدې امله دا سفر په ټول هېواد کې د درناوي او ملي ویاړ په احساساتو سره لمانځل کېږي

دا هرکلی او رڼاګانې نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې گلگت بلتستان نه یوازې د طبیعي ښکلا له امله مشهور دی، بلکې دا سیمه د سولې، انسان دوستۍ، مذهبي روادارۍ او مېلمه پالنې یو لوی مرکز هم دی

د ټولو مکتبونو خلک په یوه صف کې د هرکلي لپاره راټول شوي وو، چې دا ثابته کړه چې یووالی او متقابل درناوی د دې سیمې اصلي ځواک دی او له همدې لارې د پرمختګ او سوکالۍ نوی پړاو پیلېږي

Related Articles

په سیمه کې د خوارجو تر بشپړ ختمېدو پورې کلیرنس عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په مؤثر ډول محاصره کړې ده

May 19, 2026

پاکستان سټاک ایکسچینج ۱۰۰ انډیکس ۱ لکه ۶۴ زره ۵۳ پوائنټونو تاریخي کچې ته ورسېد

May 19, 2026

آخري ورځ پاکستان ته د تاریخي بریا لپاره ۱۲۱ منډې پکار دي او بنګله دېش ته د کلین سویپ لپاره یوازې ۳ ویکټې پاتې دي

May 19, 2026

عمر حیات ته د قتل په جرم د مرګ سزا ورکړل شوې او په نورو درېو مادو کې ورته درې ځله لس، لس کاله بند هم اورول شوي دي

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *