تازه خبرونه

پاکستان د افغانانو بدسلوک تورونه رد کړل، راپور یو اړخیز وباله

پاکستان یوازې د ۴۱ کسانو د سروې پر بنسټ لګېدلي تورونه یو اړخیز بللي او رد کړي یې دي. پاکستان ویلي چې د امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د بنو برید په څېر پېښو، د دوی د پالیسۍ اصلي لاملونه دي
چارواکو ویلي چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کېږي او هدف یې د هېواد د امنیت او ثبات ساتل دي

چارواکو ویلي چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره کېږي او هدف یې د هېواد د امنیت او ثبات ساتل دي

پاکستان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمیټې ته وړاندې شوې وروستۍ راپور په کلکه رد کړی او هغه یې له حقایقو سره مخالف او یو اړخیز بللی دی

سرکاري چارواکو ویلي چې د غیرقانوني مېشتو بهرنیانو د ستنولو پرېکړه د کوم تعصب له امله نه، بلکې د هېواد د بقا، ملي امنیت او د وروستیو ترهګریزو پېښو په رڼا کې شوې ده

په رسمي بیان کې یادونه شوې چې پاکستان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له ۳۰ لکو څخه زیات افغان کډوال ساتلي دي او هغوی ته یې د روغتیا، تعلیم او کار هغه اسانتیاوې ورکړي چې په نړۍ کې لږ هېوادونه یې برابروي. خو د وروستیو کلونو جدي امنیتي وضعیت دا هېواد اړ کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې پرېکړې وکړي

بنو برید ته ځانګړې اشاره شوې

پاکستان نړیوالې ټولنې پام د خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او ترهګریزو پېښو زیاتوالي ته هم اړولی دی. همدارنګه ویل شوي چې د بنو برید په ګډون وروستۍ پېښې له افغان خاورې سره مستقیم تړاو لري

د امنیتي ادارو د څېړنو له مخې، له پولې هاخوا خوندي پټنځایونه د پاکستان پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو بریدونو کې کارول کېږي او حتی د غیرقانوني مېشتو کسانو د مرستې شواهد هم موندل شوي دي

پاکستان ویلي چې یوازې د ۴۱ کسانو د محدود سروې پر بنسټ د داسې لوی هېواد پر ضد د بدسلوکۍ تورونه ناسم او د بد نیتۍ څرګندونه ده. همدارنګه یې ټینګار کړی چې د ستنولو په مرکزونو کې د بشري حقونو بشپړ درناوی کېږي، خو د خپل هېواد ساتنه یې لومړنۍ دنده ده

اقدامات د نړیوالو قوانینو

په پای کې پاکستان له نړیوالو ادارو غوښتي چې یو اړخیز راپورونه خپاره نه کړي او پر افغانستان موقت حکومت فشار راوړي چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د کارېدو مخه ونیسي او د کډوالو د ستنېدو لپاره مناسب شرایط برابر کړي

بدخشان کې د طالبانو ضد تاجک ملیشو د دوو ولسوالیو د نیولو ادعا

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *